Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فاتح: پر افغانستان د نړیوالو سیاسي او اقتصادي بندیزونو د لسګونو پروژو تطبیق مخه نيولې

فاتح: پر افغانستان د نړیوالو سیاسي او اقتصادي بندیزونو د لسګونو پروژو تطبیق مخه نيولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/07

پر افغانستان د اسلامی امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د نړيوالو بنسټونو او سازمانونو له لورې د پیل شويو لسګونه پروژو چارې نیمګړې پاتې او دا مهال پر ټپه ولاړې دي.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وايي، له سیاسي تحول وروسته د نړیوالو بندیزونو د دوی پر کارونو منفي اغېز کړی او له تېرو کلونو راهیسې۵۲ پروژې چې د نړیوال بانک، آسیا پراختیایي بانک او ایټالیا فنډ له لوري تمویل کېدې، کارونه یې نېمګړي پاتې دي.

د دغه وزارت مرستيال مولوي عبدالکریم فاتح له یادو نړيوالو بنستونو غواړي چې د نيمه کاره پروژو چارې بېرته پیل او پای ته ورسوي.

فاتح په دې اړه وايي،: « د ټولګټو چارو وزارت اړوند پروژو له ډلې، ۵۲ پروژې پر ټپه درېدلې دي. د دغو پروژو له ډلې یو شمېر یې د عاجلې اړتیا له مخې د ټولګټو وزارت له خوا بېرته پیل شوې، خو ډېرې یې لا نه دي پيل شوې. د بېلګې په توګه د حلقوي سړک پاتې برخه او د کابل جلا آباد دویم لین سړک چې د نړیوالو پروژې وې او د خلکو اړتیا له امله د ټولګټو وزارت له خوا پيل شوې دي.»

د ټولګټو وزارت مرستيال له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې چې اوس مهال په ټول هېواد کې د بیا رغونې په برخه کې نږدي ۵۰۰ پروژو کارونه دوام لري چې د روان لمریز کال تر پایه به د ۱۳۵ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

فاتح زیاتوي: « د حفظ او مراقبت په برخه کې له ۱۳۵ تر ۱۴۰ پروژې بشپړې شوې یا بشپړېږي. په غټو اساسي پروژو کې د کابل – کندهار لویه لاره ده چې بشپړېدو ته نیږدې شوې او یو شمېر نورې پروژې به تر راتلونکو دوو کالو بشپړې شي.»

د ټولګټو چارو وزارت مرستیال د سالنګ لویې لارې په اړه وايي، د دغې لارې د اساسي بیا رغونې په لړ کې د ۱۱ کیلو مټرو چارې بشپړې شوې او راتلونکو دوو اوونیو کې به د هر ډول ټرافیکو پرمخ پرانیستل شي.

فاتح په دې اړه وايي: « سږ کال چې څومره موږ پلان کړی و، په هغو کې یو شمېر ګالرۍ او څه هم د ګالریو منځ کې سړکونه، د پلان مطابق کار بشپړ شوی. په دې کار کې د سالنګ تونل دواړو خواو ته ګالرۍ او سړکونه شامل دي چې سیخ لرونکی کانکرېټ په کې اچول شوی.»

د ټولګټو چارو وزارت مرستیال په خبره، د سالنګ لويه لار د حق العبور په بدل کې رغول کیږي. نوموړی زیاتوي، د ټولپلازې په واسطه راټولې شوې پیسې د يوې شفافې پروسې له لارې بانکي حساب ته جمع کيږي.

خو په دې اړه له څه ویلو ډده کوي چې په تېر يوه کال له دې لارې څومره پیسې راټولې شوې دي.

ټولګټو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح وايي: « د ټولپلازې اړوند کتابچې د مالیې وزارت له خوا په حساب راکول کېږي او بېرته یې حساب غواړي. هره اوونۍ دوه یا درې ځله محاسبه کېږي او له محاسبې سره سم پيسې بانک ته سپارل کېږي. له بانک بېرته ماليې وزارت ته ځي او بیا د انوایس په بڼه شرکتونو ته انتقالېږي.»

په هېواد کې د لویو لارو بیا جوړېدنه او پرمختګ د هېواد د اقتصادي ودې او د خلکو د هوساینې لپاره حیاتي ارزښت لري.

د ټولګټو وزارت مسوولينو په خبره، د کابل جلال‌ آباد لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې چارې په بګرامیو سیمه کې هم پیل شوې او دا ستره پروژه په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist