Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
طبي انسټېټېوټونو کې د نجونو زده کړو بندیز په تړاو نړيوال غبرګونونه لاهم دوام لري

طبي انسټېټېوټونو کې د نجونو زده کړو بندیز په تړاو نړيوال غبرګونونه لاهم دوام لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/09

د اسلامي امارت سرپرست حکومت واک ته له رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده ‌کړې او له هغه وروسته په پوهنتونونو کې د نجونو لوړې زده کړې تر امر ثاني پورې وځنډولې. دغې پرېکړې پراخ کورني او نړيوال غبرګونونه له ځان سره لرل.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې يې په طبي انسټېټېوټونو کې د نجونو زده ‌کړې هم تر هغه امر ثاني پورې وځنډولې چې د راتګ هېڅ پته يې نه لګي.

په دې اړه د کورنيو او نړيوالو غبرګونونو پر دوام، تازه د اسټرالیا بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ د نجونو پر مخ د طبي زده ‌کړو ځنډول په افغاني ټولنه کې د ښځو او نجونو د ونډې پیکه کېدو اصلي لامل بللی.

هغې زیاته کړې: « په کندهار کې هغه پرېکړه چې د نجونو طبي زده ‌کړو مخنیوی یې کړی، د هېڅ فرهنګي، ژبني او یا هم مذهبي اړخ له مخې د منلو وړ نه ‌ده. له زده کړو د نجونو منع کول په ټولنه کې د ښځو او نجونو ونډه پیکه کوي چې دا په خپله د افغانستان پر راتلونکي منفي اغېز کوي.»

خو د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره وایي، د نجونو او ښځو د زده ‌کړو او کار موندنې هغه لږ شته فرصت هم له دې محدوديت سره له منځه تللی.

د کرن ډېکر په خبره، دغې پرېکړې د نجونو او ښځو ژوند له خطر سره مخ کړی.

ډېکر په دې اړه وايي: « د نرسېنګ او قابله ‌ګۍ پر زده کړو د طالبانو بندیز د زده کړې او کارموندنې لپاره د دوی د هغو لږو پاتې شویو فرصتونو له منځه‌ وړل دي چې د دوی ژوند یې له خطر سره مخ کړی.»

بل خوا، د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې وایي، له نجونو  د تعلیمي فرصتونو اخیستل د ټولنې د تباهۍ لامل ګرځي او په خبره یې، سرپرست حکومت پرځان د نړیوالو فشارونو کمولو لپاره پر ښځو د محدوديتونو زياتول د وسيلې په توګه کاروي.

د ښځو حقونو فعاله مذلفه کاکړ وايي: « طبعا ً یوه تحصیل کړې ښځه د خپل حق لپاره راوځي، خپل حق غواړي او په ټولنه کې د کار کولو او تعلیم تږې ده او غواړي چې ترسره یې کړي. دوی غواړي په دې سره په تعلیمي برخه کې ټولنه کمزورې کړي. همدارنګه دوی غواړي په واضېحه توګه له ښځو سره خپله دوښمني اعلان کړي؛ ځکه چې دوی په ټولنه کې د ښځو لپاره هېڅ ډول مشخص تعریف نه لري. لومړی یې د مکتب دروازې ور بندې کړې، ورپسې یې د پوهنتون دروازې وتړلې او اوس یې حتا د طبي انسټېټېوټونو دروازې هم د ښځو پرمخ وتړلې. متأسفانه دا یو ډېر زړه ماتوونکی فرمان دی چې د دوی له خوا صادر شو.»

همدارنګه، د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د سرپرست حکومت دا نوې پالیسي ښځې روغتیایي خدماتو ته له لاسرسي محروموي او په خبره یې، د حکومت دا پالیسي به هره مور، هر نوي زیږېدلي ماشوم، هلکانو، نجونو او د افغانستان په راتلونکي اغېز لري.

د سرپرست حکومت چارواکو د نجونو پر طبي نيمه لوړو زده کړو د محدوديت په اړه وضاحت نه دی ورکړی، خو پر زياتېدونکي محدوديت سربېره يې هم تل ويلي چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist