Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نجونې: روغتیايي انسټیټیوټونو کې د زده کړو ځنډ د منلو نه دی

طبي انسټېټېوټونو نو کې د نجونو پر زده کړو بندیز په کوردننه او بهر غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/05

په افغانستان کې د منځنیو طبي زده کړو په انسټېټېټوټونو کې د نجونو پر زده کړو تاز بندیز ګڼ کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي او له سرپرست حکومت غوښتنه شوې چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.

د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان نجونو د زده ‌کړو په برخه کې پاملرنه زیاته او کوټلي ګامونه پورته کړي.

 د یاد سازمان د ښځو څانګې مشرې هېدر بار له شمشاد سره په خبرو کې د منځنیو طبي زده ‌کړو پر بندیز ژوره اندېښنه وښوده او له سرپرست حکومت یې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

هغې زیاته کړې:« د طالبانو له خوا د نجونو د منځینو طبي زده کړو بندیز په رښتیني مانا خواشینونکی خبر دی. موږ له نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول غوښتنه کړې چې د افغان نجونو زده کړو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي. نړیواله ټولنه نور باید د افغان نجونو زده کړو مساله جدي وګڼي او په اړه یې پرېکړه وکړي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سرپرست حکومت پر تازه پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې او پر خپله اېکس پاڼه یې له سرپرست حکومت غوښتنه کړې چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.

په ورته مهال د بښنې نړیوال سازمان ویلي، دا بندیزونه په داسې هېواد کې لګول شوي چې د مېندو د مړینې ګراف په ‌کې لوړ دی.

دغه سازمان زیاته کړې:« زده کړې د بشر له اساسي حقونو ګڼل کېږي، خو طالبان یې په پرله پسې توګه تر پښو لاندې کوي. دغه بندیزونه سره له دې چې د نجونو د زده کړو په برخه کې وروستۍ لارې بندوي، د ښځو د سلامت په برخه کې هم خطرناکې او ویجاړوونکې پایلې لري او افغانستان داسې یو هېواد دی چې په کې د مېندو د مړینې کچه هم لوړه ده.»

دغه سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي، د سرپرست حکومت دا پرېکړه د ښځو د روغتیا لپاره خطرناکې او ویجاړوونکې پایلې لري.

سربېره پردې، د افغانستان لپاره د بریټانیا شارژدافیر رابرت ډیکسن پر خپله  اېکس پاڼه یوه پیغام کې دغه تصمیم د ښځو پر اساسي حق تېری یاد کړی.

 

هغه زیاته کړه:« زه اندېښمن یم چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو طبي زده کړو مخه هم نیولې. دا د ښځو تعلیم پر حق یو بل تېری دی او د افغان ښځو او ماشومانو لپاره به روغتیایي خدمات نور هم محدود کړي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، د نجونو پر زده ‌کړو پرله پسې بندیزونه به د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ په روان سیاسي تعامل لا منفي اغېز وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د طالبانو دغه نوی بندیز چې د نجونو پر تحصیلاتو یې لګولی، زه فکر کوم دا به افغانستان نور هم منزوي کړي، د افغانانو اقتصادي مشکلات به نور هم زیات کړي او هغه د رسمیت پېژندلو پروسه به لا وځنډوي. دغه ډول تصامیم به هرکله د افغانستان پر زیان وي او د افغانستان ملي ګټو ته تاوان اړوي.»

په ټول افغانستان کې نږدې ۲۰۰ دولتي او غیردولتي طبي انسټېټېوټونو کې په زرګونه نجونې د قابله ‌ګۍ، نرسېنګ، ستوماتولوژي، غاښونو او نورو برخو کې زده کړې کولې،چې وړمه ورځ د عامې روغتیا وزارت د پریکړې له ‌مخې په ‌کې د نجونو زده کړې تر نامعلومې نېټې وځنډول شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې، افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په  کتار کې دی چې د زیږون پرمهال په ‌کې د مور او ماشوم مړینې کچه لوړه ده او لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist