Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د افغانستان په اړه جوړېدونکې ناستې په استخباراتي اهدافو ولاړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/25

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د افغانستان په اړه جوړېدونکې ناستې یوازې د دې لپاره دي،چې هېوادونه خپل اهداف په کې تعقیب کړي او د افغانستان لپاره کومې عملي پایلې نه لري.

د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمن شهاب وايي:« د ایران او پاکستان په ګډون د سیمې ټول هېوادونه له دغسې ناستو خپلې مالوماتي خلاوې ډکوي او یوازې د خپلو اهدافو لپاره په کې کار کوي. فکر نه کوم،چې افغانستان ته عملي پایلې ولري. طالبان هم فکر نه کوم،چې اوس دې پر لوړه سطحه د هغو بندیزونو له امله،چې پر دوی لګېدلي، ګډون وکړی شي،نو بناء دغه ناستې یوازې د همدې هېوادونو ګټې تعقیبوي نه د افغانستان.»

ځینې نور بیا وايي، د سیمې هېوادونو له تېر یوه کال راپه دې خوا په خپلو نړیوالو ناستو کې یوازې خپلې امنیتي اندېښنې شریکې کړي دي،خو اسلامي امارت سره تر اوسه پورې داسې تعامل ته نه دي حاضر شوي،چې د نړیوال رسمیت لپاره یې د افغانستان نوي سرپرست حکومت هڅو سره مرسته کړې وي.

د دوی په اند هغه هېوادونه چې دلته په سیاسي لحاظ رول لري،ګټې یې په استخباراتي اهدافو او ستراتیژیو ولاړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:« د  افغانستان په محور او موضوع د سیمې او نړۍ هېوادونو وروستۍ ناستې او دریځونه په خپل نفس کې د ستاینې وړ ګام دی،خو د سیمې هغه شمېر هېوادونه لکه پاکستان او یو شمېر نور،چې افغانستان کې سیاسي رول تعقیبوي،دلته یې ګټې په استخباراتي اهدافو او ستراتیژیو ولاړې دي، یا د سیمې یو شمېر نور هغه هېوادونه،چې دلته قومي او مذهبي مسایلو ته لمن وهي، د دوی ورستۍ ناستې او دریځونه د افغانستان په خیر نه ګڼم،په دغسې ناستو کې مضر استخباراتي او سیاسي اهداف پراته دي. نو زه په دې باور یم،چې د سیمې او دغه هېوادونه به  له افغانستان سره مثبتې او عاقلانه ډیپلوماسۍ ته را ودانګي.»

خو بل لور ته د سیاسي چارو شنونکی عبدالحکیم روان بیا وايي، افغانان باید دې ته انتظار ونه کړي،چې د هېواد په جوړونه کې به ورسره نور هېوادونه همکاري وکړي، بلکې افغانان باید خپلو کې یوې پایلې ته ورسیږي او خپل هېواد خپله اباد کړي.

روان زیاته کړه:« په دې ورځو کې د افغانستان په تړاو د سیمې هېوادونو له خوا مختلفې ناستې کېږي او په هغه کې د افغانستان په اړه بحثونه کېږي،تر ټولو مهمه خبره داده،چې ایا دا د افغانستان د خیر لپاره دي او که د خپلو ګټو لپاره؟ اصلي خبره داده،چې هېڅوک د افغانستان له غمه مړه نه دي،بلکې هرڅوک د خپلو ګټو لپاره هڅې کوي. زما خبره داده،چې موږ باید له نورو د خدمت تمه ونه لرو،چې ورانه جونګړه راته جوړه کړي، هرڅوک د خپلو ګټو لپاره کار کوي.»

داسې ښکاري،چې ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو د افغانستان په تړاو خپل سیاستونه بدل کړي دي او ډېری هېوادونه لاهم د امریکا په سیاسي ولکه کې دي،چې دافغانستان په تړاو هر بدلون ته له واشنګټنه ګوري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist