Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ماشومانو ساتنې نړیوال سازمان: نړیواله ټولنه باید اوسني وخت کې افغانستان ته شا نه کړي

سېف دې چلډرن افغانستان کې د ماشومانو وضعیت نازک بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/18

د ماشومانو ژغورنې اداره ( سېف دې چلډرن) وايي، په افغانستان کې د ورستيو سېلابونو له امله سلګونه ماشومان له خپلو مېنو بې ځايه شوي.

دغه اداره زیاتوي، د ننګرهار، کونړ او لغمان په هغو ولسوالیو کې چې توپانونه او بارانونه شوي ۱۵۰۰ ماشومان بې کوره شوي دي.

د دې ادارې مالومات ښيي، چې د طبيعي پېښو له امله ځپل شویو دې سيمو کې لږ تر لږه ۸۵۰ زره ماشومان اوسېږي.

دغه اداره زیاتوي:« د اقلیمي بدلون په وروستي ناورین کې د افغانستان په ختیځ کې مرګوني بارانونو او توپان په ننګرهار، کونړ او لغمان کې خلک اغېزمن کړل. شاوخوا ۴۰ کسان یې ووژل، لږ تر لږه ۳۵۰ کسان يې ټپیان او شاوخوا ۱ زر ۵۰۰ ماشومانو خپل کورونه له لاسه ورکړې دي، چې د تېرو لسیزو په پرتله یې افغانستان د تر ټولو له بد بشري ناورین سره مخ کړی دی.»

په ورته مهال په افغانستان کې د ماشومان ژغورنې ادارې  مشر ارشد ملک ویلي، افغان ماشومانو په تېرو لسیزو کې سخت کړاوونه ليدلي او په خبره يې، وروستي سخت بارانونه او سېلابونه هغه څه دي، چې ماشومان یې یو ځل بیا اغېزمن کړي دي.

هغه زیاته کړې:« افغان ماشومانو د لسیزو کړاوونه زغملي دي او اوس یو ځل بیا په هېواد کې سختو سېلابونو دوی اغېزمن کړي، حال دا چې افغانستان له پخوا د نړیوالو مرستو د کموالي له امله د شته اړتیاوو پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ دی. د نړیوالې ټولنې په ملاتړ، موږ کولی شو، چې پر ګډه په افغانستان کې د اقلیم بحران سمدستي مهار او اوږدمهاله اغېزې يې په ګوته کړو، څو له خلکو سره مرسته وکړو، چې د اقليم ناوړه پېښو ته چمتووالی ولري.»

د سرپرست حکومت چارواکي بیا وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله یو زیانګالی هېواد دی او په دې برخه کې د نړیوالو مرستې نباید سیاسي شي.

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي:« دا باید په هېڅ صورت له سیاست سره ونه تړل شي. هغه څوک چې د بشر حقوقو چېغې وهي، دعوه یې کوي، په ټوله نړۍ کې د بشر حقوقو ټټر وهي، نو هغه بیا څنګه داسې کار کوي، چې د شعار ضد یې دی. که چېرې وي، نو واقعا هغه شعار چې دوی کوم کوي، هغه په خپل عمل سره درواغجن ثابت کوي. نو باید دوی مرسته وکړي،د اقلیم په برخه کې بودیجه شته ده، له هغې بودیجې افغانستان باید مستفید شي. زموږ پلاوي، د بېلګې په ډول د چاپېریال کومه اداره چې موږ لرو، د هغوی پلاوي باید ولاړ شي. »

بلخوا د سیاسي چارو شنونکي وایي، په افغانستان کې وروستیو طبیعي پېښو پر کورنیو سربېره ماشومان سخت اغېزمن کړي او د اړتیا وړ غوښتنو ته یې د رسیدو لارې محدودې شوې دي.

دوی همداراز له سرپرست حکومته غواړي، چې د منظم پلان له مخې دې زیانمنونکي ماشومان په نښه کړي او د ژوندانه اسانتیاوو ته دې يې رسېدنه وشي.

د سیاسي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي:« په افغانستان کې وروستیو طبیعي پېښو لکه بغلان ولایت کې سېلابونه، همدارنګه په ننګرهار ولایت کې توپان او سېلاب، طبعا چې ماشومان یې هم ډېر زیانمن کړي، د ماشومانو ښوونځي وران شوي، مدرسې ورانې شوي، صحي برخه کې ماشومانو ته زیان رسېدلی دی، همدرانګه په خوراکي برخه کې هم ماشومان زیانمن شوي، نو د ماشومانو خوندیتوب ادارې ته په کار ده چې هم په تعلیمي، هم په صحي او هم په خوراکي برخه کې له ماشومانو سره مرستې وکړي.»

سېف د چلډرن ویلي، افغانستان لا هم د کډوالۍ، اقتصادي بې ثباتۍ، د خوړو نه خوندیتوب، زلزلې، د اقلیمي بدلون او د نړیوالو مرستو د پرله پسې کمښت له امله له ګڼو بحرانونو سره مخامخ دی.

دې ادارې زياته کړې، اقلیمي بدلون او بې‌وزلۍ دوه وژونکي ترکیبونه دي، چې په افغانستان کې یې تر ډېره برېده ماشومان اغېزمن کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist