Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: په ظلم او زور جوړو شویو حکومتونو عمر لنډ وي

ستانکزی: په ظلم او زور جوړو شویو حکومتونو عمر لنډ وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/11

د بهرنیوچارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي چې د نوي کابل ښار د لومړي فاز د یوې برخې کار پیل کېدو په پرانیستغونډه کې يې خبرې کولې وویل، په سوریه کې د بشارالاسد کورنۍ حکومت چې د ظلم او زور نظام و او نیمه پیړۍ یې دوام درلود، بالاخره نسکور شو.

ستانکزي زیاته کړه، هېڅ ځای کې د زور او ظلم حکومتونه دوام نه کوي او برخلیک به یې د ظالمو حکومتونو په څېر نسکورېدل وي.

د ستانکزي په خبره، د افغانستان نظام باید داسې مخ ته لاړ شي چې د افغانستان راتلونکي نسلونه یې په ویاړ سره یاد کړي.

ستانکزی زیاتوي:« د فشار او د زور حکومتونو نتیجه به همدغسې وي او آخر به زوال مومي. داسې به زوال مومي چې تاریخ به یې په بد نوم یادوي. خو د عدل حکومتونه، شرعي حکومتونه او د خلکو په زړه حکومتونه به تل په تاریخ په طلايي کرښو لیکل کېږي. نو، راځئ چې د خپل نظام او حکومت د افغانستان په آینده تاریخ کې داسې ولیکو چې راتلونکی نسل موږ ته دعاوې وکړي، پر موږ افتخار وکړي او موږ داسې یو څه ورته پرېږدو چې دا وطن پر خپلو پښو ولاړ وي.»

ستانکزی وايي، هغه مخالفین یې چې په پوځي برخه کې مات شوي، اوس له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او استخباراتي برخو کې جګړه کوي.

ستانکزي زیاته کړه: « موږ هغه دوښمنان چې پرون یې په نظامي ډګر کې ماتې وخوړه، تاسو وینئ چې نن له موږ سره په سیاسي، اقتصادي او استخباراتي ډګر کې په جګړه بوخت دي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د افغانستان د اوسني نظام پر ساتلو ټینګار وکړ او ویې ویل، د چارواکو ترڅنګ ولس هم مکلف دی چې د نظام په ساتنه کې ونډه واخلي.

هغه په دې اړه وايي: « د اقتصادي کارونو ترڅنګ پر موږ لازمه ده چې دا نظام هم وساتو او د نظام ساتلو لپاره د هرچا دنده ده چې خپله ونډه واخلي. دا یوازې د حکومت او مشرانو دنده نه ده بلکې د دې ملت هر فرد مسوولیت لري او باید په ساتلو کې یې خپله فریضه اداء کړي.»

د عباس ستانکزي په خبره، له شک پرته د افغانستان حکومت په اقتصادي برخه کې پرمختګ کړی او لاسته راوړنې لري؛ خو اړتیا ده هغه افغان پانګوال چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي، خپل هېواد ته راستانه کړي ترڅو دلته پانګونه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist