Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زرداري: غواړو له ا.ا سره د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/03/12

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري خپلو تازه څرګندونو کې یوځل بیا ویلي،چې غواړي له کابل سره خبرې وکړي،چې دالقاعدې او داعش ترڅنګ د ټولو وسله‌والو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي. 

په ورته مهال زرداري دا نیوکه یوځل بیا کړې،چې افغانستان ثابت پوځ ، د ترهګرۍ ضد ځواک او د پولو مدیریت ځواکونه نه لري.

هغه زیاته کړې:« پاکستان غواړي طالبان وګوري،چې د القاعدې او داعش په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه وکړي،خو په دې برخه کې د طالبانو د ظرفیت په اړه پوښتنې شته دي،ځکه دوی ثابت پوځ، د ترهګرۍ ضد ځواک او د پولو د مدیریت  ځواکونه نه لري. پاکستان تل ویلي،چې د ترهګرو ځپلو او زده کړو او کار ته د ښځو لاسرسي برخه کې له طالبانو سره تعامل وکړي.» 

خواسلامي امارت بیا له وړاندې د پاکستان دغه ادعا رد کړي،چې ګني افغانستان ځواک نه لري .

ملي دفاع وزارت ویلي، افغان وسله وال پوځ یو منظم او په هر ډول وسلو سمبال ځواک دی، هم له خپلې خاورې د دفاع او هم د سرحدونو  کنټرول وړتیا او ظرفیت لري،چې چاته به اجازه ورنه کړي چې پرافغانستان یرغل وکړي. 

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزه کې افغانستان نه ښکېلوي او خپلې شخړې دې په‌خپله حل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د ټي.ټي.پي مسله د پاکستان کورنۍ موضوع ده، چې افغانستان او اوسني نظام پورې یې هېڅ اړه نه لري. غوره لار داده،چې پاکستان دې خپله کورنۍ موضوع خپله حل کړي.» 

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی بیا وايي، پاکستان غواړي په خپلو ادعاو سره نړۍ ته ځان سپین وښي،چې په  دغه هېواد کې هېڅ ډول ترهګرې ډلې نشته دي،چې نورو هېوادونو او ملتوتو ته ګواښ پيښ کړي.

ځاځي زیاته کړه:« ټي.ټي.پي خو یو نفر نه ده،پاکستان له ټي.ټي.پي ډک دی. زما له نظره اسلامي امارت ته پکار دي،چې د پاکستان دغو ادعاوو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي، چې نورې داسې ادعاوې ونه کړي،چې ټي.ټي.پي افغانستان کې ده. ټولې نړۍ ته مالومه ده، چې ټي.ټي.پي کوم ځای کې ده.» 

څه موده وړاندې هم چې په پاکستان کې بریدونه وشول،د دغه هېواد چارواکو ادعا کړې وه،چې د ټي.ټي.پي مشران په افغانستان کې دي او باید کابل یې مخنیوي وکړي.

هماغه مهال د اسلامي امارت چارواکو ورته توند غبرګون وښود ، بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي له پاکستان وغوښتل،چې د خپل بام واوره دې پر بل نه غورځوي او چاته اجازه هم نه ورکوي،چې د افغانستان له خاورې دې بل ته زیان ورسوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

سپتمبر 22, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist