Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار بڼوال د زیتونو پروسېس لپاره د کارخونې جوړولو غوښتنه کوي

د کندهار بڼوال د زیتونو پروسېس لپاره د کارخونې جوړولو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/15

د کندهار ښار په دوهمه عینومېنه کې د زیتونو باغونه تازه حاصل ته رسېدلي دي.

د باغونو بڼوال وايي دغه ولایت کې زیتون ښه حاصل ورکوي، بیې یې ښې دي او په خبره یې که کروندګر ورته مخه کړې نو د نورو کښتونو پرتله ښه ګټه به وکړي.

د نورعلي په نوم د زیتونو بڼوال وايي: « تېر کال زموږ بڼ ۸۰ ټنه زیتون وکړل او سږ کال تمه لرو چې ۲۵ ټنه حاصلات راټول کړو.»

په عینو مېنه کې د زیتونو دا بڼ د افکو کمپنۍ له خوا ۱۰ کاله وړاندې پر۱۵۴ جریبه ځمکه جوړ شو چې په کې شاوخوا ۶۰ زره د زیتونو ونې کېنول شوې، خو حاصلات یې هر کال د پروسېس لپاره جلال اباد ښار ته استول کیږي.

 د کندهار بڼوال وايي، دغه کار د زیات لګښت سبب شوی.

دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې په کندهار کې د زیتونو بڼوالۍ د دود کېدو او همدلته د پروسېس لپاره هڅې وکړي.

د عینو مېنو زیتونو بڼوال حسن مبارک وايي: « د زیتونو ورایټي سیسټم باید دلته راوړل شي او په کندهار کې ترویج شي. که اسلامي امارت وي یا کوم بل دولت باید موږ سره همکاري وکړي او د پروسېس لپاره کارخونه جوړه کړي. که دا زیتون د درملو لپاره کارول کېږي یا د تېلو او یا یې هم کونجاړه وځي، باید همدلته وشي. اوس موږ خپل حاصلات جلال اباد ته وړو او تر هغه ځایه ډېر ګران تمامېږي.»

له بلې خوا، د کندهار کرنې ریاست مسوولین وايي، په دې ولایت کې اوس مهال د زیتونو یوازې یو لوی باغ او څه نور کوچني باغونه شته چې ټولیز مساحت یې۱۶۰ جریبه کېږي.

د دوی په خبره، سږکال به له دغو باغونو شاوخوا ۲۵ ټنه حاصلات راټول شي.

د دغه ریاست د مېوه جاتو او سبزیجاتو د پراختیا برخې مسوول انجنیر ایمل حکیمي وايي، زیتون کندهار کې ډېر نه دي ترویج شوي، خو که کروندګر ورته مخه کړي، نو دوی به د پروسېس په برخه کې اسانتیاوې ورته رامنځته کړي.

حکیمي په دې اړه وايي:« زیتون ډېر ګټور او ښه حاصل لرونکی بوټی یا ونه ده او دغه راز د وچکالۍ په مقابل کې ښه مقاومت لري. زیتون د کندهار ولایت یا ټول سوېل زون له آب او هوا سره توافق کوي او ښه نتیجه ورکوي. موږ جګ پوړو چارواکو ته وړاندیز کوو چې دلته د پروسېس کارخونې جوړې شي. که څه هم موږ وړاندې دا غوښتنې کړې دي، خو د چارواکو له خوا ساحه کتل شوې، دلته د زیتونو باغونه کم دي، خو که چېرې لا مروج شي، تمه شته چې د پروسېس لپاره یې ماشین یا کارخانه هم جوړه شي.»

د زیتونو ډېر باغونه دا مهال په ننګرهار ولایت کې دي او هلته يي د پروسېس لپاره  کارخونې هم شته؛ خو اوس د کندهار په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د پراختیا او ترویج په حال کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist