Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پوهنې وزارت د پراختیايي بودیجې پر کموالي د سرپرست وزیر اعتراف اندېښنې پارولې

د پوهنې وزارت د پراختیايي بودیجې پر کموالي د سرپرست وزیر اعتراف اندېښنې پارولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/05

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت سرپرست داسې مهال د ښوونې روزنې په سکټور کې له نړیوالو د مرستو غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت تازه په طبي برخه کې د نجونو پر نيمه لوړو زده کړو هم بندیز اعلان کړ.

حبیب‌الله‌ آغا په خوست کې د شمشاد له خبريال سره مرکه کې منلې چې د پوهنې وزارت د ښوونیزو بنسټونو د پراختيا لپاره د بوديجې له جدي کمښت سره مخ دی او له همدې کبله له نړيوالو غواړي چې په دې برخه کې د پوهنې وزارت لاسنيوی وکړي.

د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله آغا وايي: « له اسلامي امارت سره د تعمیراتو جوړولو بودیجه نه شته او که وي هم ډېره کمه ده. موږ عادي بودیجه لرو، خو د معارف انکشافي بودیجه په نشت حساب ده. موږ په دې اړه هر کال له موسسو سره خبرې کوو.»

‌کارپوهان که څه هم د تعليمي پراختيا لپاره د بوديجې کمښت ننګونه بولي، خو د نجونو ثانوي، لوړو او په دې وروستيو کې پر نيمه لوړو زده کړو د محدوديت پرېکړه هم غيرعادلانه ګڼي.

د دوی په باور، دغه ډول پرېکړې ښايي نړيوال په دې يقيني کړي چې له افغانستان سره د تعليم په برخه کې هېڅ راز همکاري ونه کړي.

د چارو شنونکی یوسف امين ځاځی وايي: « زه له یو چا پیسې غواړم چې ماته د مکتب ودانۍ جوړه کړه خو تعلیم ته اجازه نه ورکوم. ولې یې درکړم؟! دا ښکاره خبره ده، ته تعلیم ته اجازه ورکړه، ښځو ته اجازه ورکړه چې تعلیم وکړي، تعلیمي موسسو ته اجازه ورکړه، د زده کړو په اړه رشد وکړه؛ ترڅو نړیوال کومک درسره وکړي. زه فکر کوم دا واضحه خبره ده چې ته تعلیم ته اجازه نه ورکوي خو مرسته غواړې.»

ځينې نور شنونکي بیا د سرپرست حکومت دې ډول پرېکړو ته له متفاوتې زاويې ګوري او وايي، په دې توګه افغانستان په نړيواله کچه لا منزوي کېدای شي.

د چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « که وغواړو یو باثباته افغانستان ولرو او ځان له نړۍ سره برابر کړو، باید زمینې هم برابرې کړو. له بلې خوا، که موږ بشري مرستې غواړو ترڅو خپل علمي او فرهنګي ظرفیتونه لوړ کړو، نو ښکاره خبره ده چې هغوی له موږ لاسته راوړنې غواړي. نو که موږ راځو هغوی له بندیزونو سره مخامخ کوو، دلته تقابلات منځته راځي. په تقابلاتو کې د دې په ځای چې افغانستان له انزوا څخه ووځي، لا زیاتې انزوا ته ټېل وهل کېږي.»

په طبې انسټېټيوټونو کې د نجونو پر زده کړو تازه لګول شوی بندیز په کور دننه او بهر د خلکو غبرګونونه را پارولي او دا پرېکړه زيانموونکې بولي.

حکومت له دې وړاندې له شپږم ټولګي پورته ټولګيو کې د نجونو پر زده کړو او دغه راز پوهنتونو کې هم د نجونو پر تحصیلاتو تر امر ثاني بندیز لګولی. هغه امر ثاني چې د څو کلونو په تېرېدو سره لا هم نه دی را رسېدلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist