Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د دوحې فورم ۲۲مه کلنۍ ناسته پیل شوه

د دوحې فورم ۲۲مه کلنۍ ناسته پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/08

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د شاوخوا ۱۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي،  مشران، پالیسي جوړونکي، د سیاست او اقتصاد برخې متخصصین تر یوه چت لاندې سره راټول شوي، ترڅو په نړۍ کې پر روانو ستونزو او ننګونو بحث وکړي.

دغه ناسته چې د ګډون په موخه په کې د ګڼو هېوادونو ولسمشران هم وار د مخه دوحې ته رسېدلي، د شنبې په ورځ (د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر ۱۷) د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني په وینا رسماً پیل شوه.

د قطر لومړي وزیر د خپلې وینا پرمهال په نړۍ کې روانو کشمکشونو ته په اشارې، دغه ناسته یې د حل لارو موندلو لپاره یو ښه فرصت بللی.

د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ‌ثاني وايي: « نن موږ د نړۍ لپاره په یوې برخلیک ټاکونکې څلور لارې کې سره راغونډ شوي یو. یا به د تاوتریخوالي دورې ته غاړه ږدو یا به داسې نوي میتودونه او حللارې ایجادوو چې ورسره نه یوازې دغو تاوتریخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي بلکې د راتلونکي نسل د امنیت او ثبات لپاره پایښت لرونکې سوله او مساویانه سوکالي تضمین کړي.»

د دوحې فورم موخې بشري ناورین، ټکنالوژیکو پرمختګونو، د سولې او اقتصاد په برخه کې نړیوالو ننګونو ته په نوې بڼه رسېدنه او ورته د حللارو موندل بلل کیږي.

په دې ناسته کې د تېرې هغې په څېر که څه هم د سرپرست حکومت استازي ته بلنه نه ده ورکړل شوې، خو داسې انګېرل کېږي چې د افغانستان قضیه او روان حالات به د نړۍ مشرانو د بحث اجنډا وي.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « په دوحه کې د سیمې د ناخوالو، اقتصادي او نظامي بحرانونو لپاره د حل لارو موندلو لپاره خبرې کېږي. زه ویلی شم چې د افغانستان موضوع به هم د دې غونډې په اجنډا کې د توجه وړ وي او پرېکړې به کېږي.» 

ځینې نور بیا دغه ډول ناستې د نړۍ مسایلو په تړاو پر نیول شویو پرېکړو د بیا کتنې لپاره حیاتي ګڼي چې افغانستان یې هم یوه مهمه برخه ده.

د دوی په باور په دې ناسته کې تېرې ناستې ته په کتو، ښايي په افغانستان کې د سیاسي موضوعاتو سربېره د ښځو پر زده کړو، کار او د بشري حقونو پر روان وضعیت هم بحثونه ترسره شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « څومره چې د افغانستان مساله ده، په تېره ناسته کې هم تقریبا ً افغانستان ته اشاره وشوه او هغه بشري ناورین چې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې موجود دی، یوه ارزونه او یادونه یې وشوه. دا ځل هم شاید د افغانستان پر اقتصادي، سیاسي او نورو اړخونو خبرې وشي.»

د دوحې فورم ۲۲مه ناسته داسې مهال په قطر کې نړیوالو ننګونو او کرګېچ ته د حل موندلو په موخه پیل کېږي چې د غزې ناورین په ګډون په منځني ختیځ او په ځانګړي ډول لبنان او سوریه کې جګړو زور اخیستی او ښايي نوي پړاو ته دننه شي.

وبه لیدل شي چې په دې ناسته کې د نړۍ مشران یادو کشالو ته د حللارو پر موندلو بریالي کيږي او که نه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist