Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جلال آباد ښاروالۍ پرېکړه: له دې وروسته به چرګان په مسلخ کې حلالیږي

د جلال آباد ښاروالۍ پرېکړه: له دې وروسته به چرګان په مسلخ کې حلالیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/25

د جلال آباد ښاروالۍ د يوې تازه پرېکړې له مخې په جلال‌ آباد ښار کې د ژوندي چرګانو پلورل بند کړي. د دې پرېکړې له مخې، د چرګانو پلورونکي مکلف دي چې چرګان له خرڅولو وړاندې په دولتي مسلخ کې چې دامهال يوه قراردادي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی، حلال کړي.

د چرګانو پلورونکي وايي، په مسلخ کې د هر چرګ حلالولو په سر ترې ۶ افغانۍ اخيستل کېږي او دغه راز دا نه ده څرګنده چې د چرګانو پلورونکي هر ورځ څومره چرګان خرڅولی شي ترڅو یې د حلالولو لپاره مسلخ ته واستوي.

دوی د ښاروالۍ پرېکړه ناسنجول شوې بولي او غوښتنه کوي چې خپله پرېکړه له سره و ارزوي.

سوداګر خان‌ الله کوټوال وايي: « چې دا د یوه کس تر انحصار لاندې شي او کشتارګاه ولري او هغه بیا حلا شوي چرګان دوکاندارانو ته ورکړي، دا موږ او ولس ته د منلو وړ نه ده. دا ځکه چې لومړی یو کس راځي او حلال شوي چرګان پلوري، دا نه شي پېژندل کېدای چې حلال دي که مردار.»

په همدې حال کې، د چرګانو یو شمېر پرچون پلورونکي وايي، په بازار کې یې پېردونکي له وړاندې حلال شویو چرګانو پر ځای ژوندي چرګان خوښوي او په خبره يې اوس چې تیار حلال کړای شوي چرګان پلوري، نو د پلور بازار یې خراب شوی.

د چرګانو یو تن پلورونکی وايي: « دا چرګان مو پرون راوړي او نن یې دویمه ورځ ده چې پاتې دي او اوس یې ګودامونو ته ښکته کوو. دا پرېکړه موږ ته د منلو نه ده. زموږ وطنوال حلال شوي چرګان نه خوري، هرڅوک یې په خپل طبیعت خوښووي او بیا یې حلالوي.»

د جلال آباد ښاروالۍ مسوولان په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو د شنبې په ورځ يې په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې جلال آباد ښاروالۍ دغه پرېکړه د خلکو روغتيا ته د پاملرنې او د ښار پاکوالي په موخه  کړې.

د جلال‌ آباد اوسېدونکي بیا ټینګار کوي چې ښاروالي دې د ژوندیو چرګانو پلور ته بېرته اجازه ورکړي او د چرګانو پر پلورونکو هم غږ کوي چې د چرګانو پاتې شوني دې منظمو ځایونو ته انتقال کړي.

د جلال ‌آباد یو تن اوسېدونکی وايي: « دوکانداران او چرګ پلرونکي باید چټلۍ پاکې او ګند په ټاکل شوي ځای کې واچوي نه د سړکونو پرمخ. باید دېته یو سیسټم برابر شي او کثافات دانۍ ورته کېښودل شي.»

د ښار یو تن بل اوسېدونکی وايي: « په دې کې مړه چرګان هم راتلی شي او ښايي ځینې کسان مردار شوي چرګان په کې واچوي. هېڅوک دا نه غواړي چې تیار حلال شوي چرګان واخلي. خلک هغه چرګان خوښوي چې د دوی په مخ کې حلال او پاک شي.»

ننګرهار کې د چرګانو پلورونکو اتحادیې د مسوولینو له معلوماتو سره سم، په ختیځ زون کې د چرګانو د روزولو ۳۵ زره فارمونه فعال دي چې جلال آباد ته ترې هره ورځ شاخوا ۱۵۰ زره چرګان د پلور په موخه وړاندې کېږي.

خو د فارمونو مالکان وايي، د ښاروالۍ له تازه پرېکړې وروسته د چرګانو د پلور بازار کم ‌رنګه شوی او له تېرو درېیو ورځو راهیسې شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ زیان وراوښتی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist