Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلخ ولایت البرز ولسوالۍ کې ښوونځي مسلکي ښوونکي نه لري

د بلخ ولایت البرز ولسوالۍ کې ښوونځي مسلکي ښوونکي نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/09

د بلخ ولایت البرز د خړو غرونه ترمنځ پرته هغه غرنیزه ولسوالي ده، چې د مېشت وګړو په خبره يې د ژوند هره برخه کې له خورا زیاتو ننګونو سره مخ دي.

اوسېدونکي یې وايي، دلته ښوونیز بهیر ته تر دې حده پام نه دی شوی چې آن د ولسوالۍ پر کچه ښوونځیو کې یې هم کوم ښوونکي لوړې زده کړې نه لري.

د دوی په خبره، که څه هم اوس له جګړو او نا امنیو خوندي دي، خو دا هم نه غواړي چې راتلونکی نسل یې نا لوستی را لوی شي.

د البرز ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: «زموږ نسل ټول نالوستي لوی شول، ځکه دلته هېڅ ښوونځی نه و. د اسلامي امارت په راتګ سره د سیمې امنیت ښه شوی. موږ چې کله چېرته ځو یا ډاکټر ته ځو، نو حتا لوحه هم نه شو لوستلی. موږ غواړو دلته ښوونځي جوړ شي او زموږ اولادونه بې سواده لوی نه شي او په دې سره زموږ هېواد هم پرمختګ وکړي.»

د البرز ولسوالۍ  یو تن بل اوسېدونکی وايي: «زما عمر له ۵۰ تر ۶۰ کالو دی، ما تر اوسه درس او مکتب نه دی لیدلی او همداسې بې سواد لوی شوی یم. موږ غواړو دلته مکتبونه او کلینیکونه جوړ شي او زموږ اولادونه با سواده شي. نجونې او هلکان دواړه باید ښوونځي ته لاړ شي.»

په ورته مهال، د شته ستونزو هوارولو په موخه له مرکز څخه د ښوونکو د مسلکي توب لپاره پلاوی ټاکل شوی ترڅو شته ستونزې نوټ او مسوولیت لرونکو ارګانونو ته ورسوي.

دغه پلاوی مني چې د ولسوالۍ پر کچه د پوهنې په برخه کې له نورور ستونزو سربېره، هېڅ یوه ښوونځي کې په مسلکي زده کړو سمبال ښوونکي نه شته.

د البرز ولسوالۍ پوهنې آمریت مسلکی غړی عبدالله حقمل وايي: « دلته ۲۰ بابه ښوونځي شته خو ټول تخریب شوي دي، زده کوونکي یې کتابونه نه لري او ښوونکي یې مسلکي نه دي. د دې ښوونځیو ښوونکي یا له دولسم ټولګي فارغ دي یا هم له دیني زده کړو. په ډېرو څانګو کې موږ بېخي ښوونکي نه لرو. موږ چې کومې ستونزې نوټ کړې دي، د کتابونو نه شتون، د ټولګیو نه شتون، د ښوونکو کمښت دی. دلته یو ښوونځی ۱۲ ټولګي او یوازې دوه تنه ښوونکي لري. یو ښوونکی څنګه کولی شي په یوه وخت ۶ ټولګي مخکې یوسي. له همدې امله دلته تر ۱۲ ټولګي فارغان نه لرو، په ټوله ولسوالۍ کې داسې ښوونځی نه شته چې  دولسم ټولګی او تر ۱۲ فارغ شوي زده کوونکي ولري.»

په ښوونځیو کې خالي بستونه او د ښوونکو کمښت بیا د دې ولسوالۍ بله جدي ستونزه ده چې ښوونکي تري شکایت لري.

 همداراز، ښوونځیو ته د ودانیو نه شتون او تخریب هم پر دغو ننګونو وزیاتوي.

یو تن ښوونکی وايي: « موږ د ښوونځيو په برخه کې ډېرې ستونزې لرو. تر ټولو لویه ستونزه د ښوونکو کمښت دی، موږ د بست کمښت له امله ډېرې ستونزې لرو. موږ په یوه ښوونځي کې شپږ فعال ټولګي او ۲ مسلکي ښوونکي لرو. دا ډېره ستونزمنه ده چې دوه تنه ښوونکي شپږو ټولګیو ته رسېدنه وکړي.»

له دې ټولو سربېره، ځایي چارواکي شته ستونزي مني او وایي، پر حل یې کار روان دی او ژر به د مسلکي ښوونکو ګومارنه په پلان کې ونیول شي.

د البرز ولسوالۍ د پوهنې آمر موسی جان زاهد وايي: « زموږ په ټولو ښوونځیو کې له لومړي تر درېیم ټولګي پورې زده کوونکي په یوه ټولګي کې کېنول کېږي او یو ښوونکی درس ورته وايي. د څلورم، پنځم او شپږم ټولګیو زده کوونکو ته بل ښوونکی درس وايي. موږ داسې ښوونځی نه لرو چې یوه ټولګي ته یو ښوونکی درس ووايي. دغه ستونزې د ښوونکو د کمښت له امله دي. موږ دوه او دری ټولګي سره یوځای کوو او بیا یو ښوونکی ور استوو.»

د بلخ ولایت د پوهنې ریاست ویاند نقیب الله بلوڅ وايي: « د خالي بستونو په اړه باید ووایم چې د پوهنې وزارت، بلخ ولایت او اداري اصلاحاتو کمیسیون د استازو په ګډون یوه کمېټه جوړه شوې. دغه کمېټه ټول بستونه راټولوي او بیا د تشو بستونو د آزادې سیالۍ له لارې ازموینه اخیستل کېږي او په شرایطو پوره کسان ګومارل کېږي. ډېره هڅه کېږي چې دغه ستونزې هوارې شي او هر کال له ۲۰ تر ۲۵ بابه ښوونځیو هم د ترمیم په لېست کې نیول کېږي.»

د بلخ البرز ولسوالۍ  له مرکز مزار شریف ښار ۸۵ کلیومټره لرې پرته ده. دغه ولسوالي ۱۵۰ کلي لري چې په کې څه باندې ۸۰ زره تنه وګړي ژوند کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist