Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د  بشري حقونو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو له اسلامي امارت د بشري حقونو رعایت غوښتنه کړې

د  بشري حقونو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو له اسلامي امارت د بشري حقونو رعایت غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/11

د ډېسمبر ۱۰ د ملګرو ملتونو له خوا د بشري حقونو نړیوالې ورځې په توګه نماځل کېږي. د دې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په نړۍ کې بشري حقونه تر سخت ګواښ لاندې دي او له امله يې میلیونونه خلک په بېوزلۍ، لوږې، ټیټ کیفیت ښوونیزو او روغتیايي سیسټمونو کې ایسار پاتې دي.

انټونیو ګوټېرېش په منځني ختیځ، اوکراین او یو شمېر نورو هېوادونو کې جګړو ته په اشارې زیاته کړې، نړیوال قوانین په قصدی توګه تر پښو لاندې کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې: « موږ باید د ټولو حقونو لپاره ودرېږو. د فقر او لوږې له خطرونو سره مبارزه، د ټولو لپاره د روغتیا پالنې او تعلیم تضمینول، د ښځو، نجونو او لږکیو لپاره عدالت او برابرۍ ته پرمختګ ورکول، د ډیموکراسۍ، مطبوعاتو آزادۍ او کارګرانو حقونو لپاره درېدل. د خوندي، پاک، سالم او باثباته چاپېریال حق ته وده ورکول او د بشري حقونو له مدافعانو دفاع کول هغه مهال چې دوی خپله ارزښتناکه دنده ترسره کوي. د بشري حقونو تصویب شوې نړیوالې اعلامیې د نړۍ ژمنتیا پیاوړې کړه.»

له دې سره، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د دې ورځې په مناسبت یو ځل بیا له سرپرست حکومت غوښتي چې د بشري حقونو په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې ماتې نه کړي.

یوناما په خپره کړې خبرپاڼه کې نړیوالې ټولنې ته د سرپرست حکومت له لوري شوي ژمنې مهمې او د راتلونکو نسلونو د خوندیتوب او ښېرازۍ لپاره حیاتي بللې دي.

په خبرپاڼه کې د یوناما د مشر روزا اتونبایوا له خولې ویل شوي، په افغانستان کې که له یو لوري ثبات رامنځته شوی، خو له بل لوري د ښځو او نجونو حقونو نقض دوامدار ساتل شوی دی.

د خبرپاڼې یوه برخه: « په خواشینۍ سره موږ په افغانستان کې په دوامداره توګه د برعکس چارو شاهدان یوو. د امنیت په برخه کې له ښه ‌والي او د وسله ‌وال تاوتریخوالي له کمښت سربېره، د بشري حقونو خوندیتوب په اوږد مهال او خطرناک ډول له منځه تلو سره مخ دی. د دې کار زیان ښځې او نجونې ګالي.»

روزا اتونبایوا د سرپرست حکومت هغې غوښتنې ته په اشارې چې په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ ورکړل شي ویلي، په دې سازمان کې د استازیتوب لپاره باید د ګډو ارزښتونو او معیارونو ساتل او پرمختګ په نظر کې ونیول شي.

د دې ترڅنګ، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم د یوه پیاوړي هېواد او د خلکو هوساینې لپاره د بشري حقونو خوندیتوب مهم ګڼلی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي: « بشري حقونه د یوه پیاوړي هېواد جوړولو او د افغانستان خلکو د هوساینې لپاره اړین دي. د بشري حقونو د ورځې په مناسبت اروپايي ټولنه د ټولو افغانانو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو د کار او زده کړو حق د ساتنې په برخه کې پرخپله ژمنه ټینګار لري.»

 په ورته مهال، سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د خبرپاڼې په غبرګون کې وايي، ټولو افغانانو ته یې له اسلامي اصولو او افغاني فرهنګ سره سم حقونه ورکړي دي.

د مسوولینو په خبره، نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې بشري حقونه د اسلامي اصولو پر رڼا کې تعریف او محاسبه کړي.

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح‌الله مجاهد وايي: « یو شي ته باید زموږ پام وي چې بشري حقونه باید له افغاني او اسلامي دید محاسبه شي. اروپايي او امریکايي هېوادونه یا نوره نړۍ د حقونو تعریف د خپل ځانګړي فرهنګ او باور له مخې کوي. هغوی باید افغانستان ته له خپل دید ونه ګوري باید افغانستان ته د افغانستان له دید او اسلامي اصولو له مخې ولیدل شي. دلته د هېچا حق نه دی تلف شوی مګر دا چې وویل شي افغانستان اروپا ده او اروپا کې چې خلک کوم حقونه لري باید افغانستان کې هم ورکړل شي؛ دا نو د افغانستان پر فرهنګ، دود او کلتور یو ډول تېری دی، د افغانستان له اعتقاداتو سره ګستاخي ده او موږ ته د منلو وړ نه ده.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې فیونا فریزر هم له بنسټیزو حقونو د افغان ښځو او نجونو محرومېدل د ټولو افغانانو د هوساینې په برخه کې د یوې څرګندې او قصدي ناکامۍ لامل بولي.

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د ۱۹۴۸ زېږدیز کال د ډسمبر پر  ۱۰ د ملګرو ملتونو عمومې اسامبلۍ له خوا تصویب شوه، چې افغانستان هم د ملګرو ملتونو د یوه غړي په توګه دغه اعلامیه لاسلیک کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist