Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان لپاره د ایران او پاکستان ځانګړو استازو د روان وضعیت په اړه خبرې کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/20

د افغانستان لپاره د بهرنیو هېوادونو د ځانګړو استازو د ناستو په دوام د افغانستان لپاره د  پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په یوه رسمي سفر تهران تللی دی.

خان د خپل سفر پر مهال د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

قمي پر خپله ټویټر پاڼه د دغې ناسته په اړه لیکلي،چې له خان سره یې د افغانانو د وضعیت ښه والي او سیمه ییز ټیکاو په اړه خبرې کړې دي.

قمي زیاته کړې:« د افغانستان په چارو کې د پاکستان لومړي وزیر له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره په لیدنه کې مو رغنده خبرې اترې وکړې. د دې غونډې موخه د افغانستان د خلکو د وضعیت ښه کول او په ملي او سیمه ییزو ابعادو کې د ثبات ټینګښت بهیر وه.»

قمي ویلي، د افغانستان ټیکاو لپاره د سیمې هېوادونو همکارۍ اړینې دي او ژمنه یې کړې،چې ایران به د دغه ثبات د ټنګښت لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره خپلو اړیکو او تعامل ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې:« بې له شکه د سیمه ییزو همکاریو دوام به مثبتې پایلې ولري. موږ په افغانستان کې د ثبات ټنګښت، د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه والي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې له خپلو  ګاونډیو هېوادونو سره خپلو هڅو، اړیکو او تعامل ته دوام ورکوو.»

په ورته مهال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د ایران بهرینو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان سره هم کتلي دي.

عبدالهیان په یاده ناسته کې د سیمې د ټیکاو او د افغانستان د پرمختګ لپاره د تهران غونډې د هوکړې عملې کول اړین بللي دي.

هغه زیاته کړې:« د افغانستان په اړه د تهران غونډې د هوکړو عملي کول، په سیمه کې سوله او ټیکاو او په افغانستان کې پرمختګ تضمینولی شي.»

د ایران او پاکستان له لوري په افغانستان د سولې او ثبات او له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو خبرې داسې مهال کیږي،چې اسلامي امارت  په کراتو د سولې ټنګښت ډاډ ورکړی او ویلي دي،چې نور افغانستان کې د ترهګرۍ په نوم کوم څه پاتې نه دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist