Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دیني عالمان: اسلام کې د علم زده کړه مباح نه بلکې فرض ده 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/29

د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي وړمه ورځ په یوه ناسته کې هغه مهال د عصري او دنیوي علومو زده کړه مباح یاده کړه،چې  د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي د اسلام له نظره د علم زده کړه پر نارینه اوښځینه وو مطلق فرض یاد کړه.

اوس دیني عالمان وايي،د قران،حدیثو او معتبرو دیني کتابونو پر اساس د علم زده کړه فرض ده او ځینې ځایونو  کې د فرض عین حکم هم ورکړل شوی،خو عصري علوم بیا فرض کفايي دي.

دوی وايي،علم خپل مراحل لري،خو په شریعت کې داسې څه نه دي راغلي،چې د علم زده کړې دې مباح وي .

ديني عالم شیخ الحدیث مفتي عبدالمنان روحاني وايي:« د قران د ایتونو لاندې که په تفاسیرو کې مطالعه وشي،تفاسیر باالعموم علم ته فرض وايي،علم په هر نارینه او ښځینه باندې فرض دی،البته دې کې تقسیمات شته دي،هغه علوم چې له احکامو سره روابط ساتي، د هغې علم حسود په مسلمان که نارینه دی که ښځینه فرض عین دی او عصري علوم پر مسلمانو فرض کفايي دي او داسې څوک نه شي ویلی،چې علم مباح دی بلکې فرض دی.»

دیني عالم شیخ عبدالباري مدني وايي:«علم خپل مراتب دي،په مجموع کې علم په نر او ښځه فرض ده،خو دا وجوبو او سنتیت مرتبې هم لري،مطلق د مباح په نوم څه نه شته دی،چې علم دې مباح وي،خو هغه کسبونه دي. امام بخاري رحمت الله علیه د دې لپاره باب تړلی دی،چې ایا ښځو لپاره داسې ورځ مقرر کیدلی شي،چې علم زده کړي او بېرته یې دا موضوع ذکر کړې،چې حضرت محمد (ص) د ښځو د تعلیم لپاره یوه ورځ مقرره کړې وه کفایت المفتي کې چې د فتوا معتمد کتاب دی، هلته استدلال کوي،چې باید  د ښځو لپاره مکاتب وي،چې هلته علم زده کړي،نو علم فرض دی.»

علماء وايي، د ښځو لپاره د طب علم زده کړه فرض عین ده او له دې موخه داده،چې ښځینه د نارینه پرتله د ښځینه وو امراضو درملنه په ښه توګه کولی شي.

دوی هغه میندې چې له علم برخمنې دي،د هغو ښځینه وو پرتله چې زده کړې نه لري  ټولنې ته سالم اولادونه وړاندې کوي .

ديني عالم شیخ الحدیث مفتي عبدالمنان روحاني وايي:« بعضي علماء وايي د طب علم زده کړه د ښځو لپاره فرض عین دی او هغه ښځې چې تعلیم لري خپل اولادونه له هغې مور ښه تربیه کوي،چې تعلیم نه لري.» 

له تیر څه باندې یوه کال راهیسې اسلامي امارت د هغو نجونو زده کړې او ښوونځي ځنډولي دي،چې له شپږم ټولګي پورته دي،عامو افغانانو او نړیوالو په کراتو د نجونو د ښوونځیو د پرانېستې غوښتنه کړې،خو تر اوسه د اسلامي امارت له لوري ورته مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی. 

تازه چې عباس ستانکزي په یوه ناسته کې د نجونو ښوونځیو تړل تبعیض یاد کړ او د علم زده کړه یې فرض وبلله،دامرباالمعروف او نهی عن ا لمنکر وزارت سرپرست وزیر یې پر وړاندې دریځ خپل کړ او دعصري علوم زده کړه یې  مباح او د امیر حکم یې واجب وباله.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي
اقتصاد

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې
اقتصاد

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist