Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جي۷ هېوادونو د دوحې ناسته کې د افغان ښځو او مدني ټولنو ګډون غوښتنه کړې

جي۷ هېوادونو د دوحې ناسته کې د افغان ښځو او مدني ټولنو ګډون غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/27

د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان په تړاو په قطر په پلازمېنه دوحه کې کېدونکې ناستې ته  د ښځو او مدني ټولنو استازو د نه بلل کېدو له امله د نیوکو پر دوام،  تازه د نړۍ اوو سترو اقتصادي هېوادونو (جي۷ ډلې) هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی.

امريکا، بریټانیا، کاناډا، جرمني، فرانسې، ترکیې، جاپان، سوېډن، ناروې او اروپایي ټولنې، چې د جي۷  غړي هېوادونه دي، ملګرو ملتونو ته په يوه لېږلي ليک کې، د افغانستان ستونزې د اساسي حل لپاره په ترسره کېدونکو ناستو کې د افغان ښځو او مدني ټولنو د استازو حضور حياتي بللی دی.

جي ۷ د دوحې ناستې اجنډا د سرپرست حکومت فرمايش ياد کړی او ګواښ يې کړی، که د افغان ښځو او مدني ټولنو استازي ونه بلل شي، نو استازي به يې په کې ګډون ونه کړي.

د لیک یوه برخه:« د غونډې شرایط د طالبانو لخوا ټاکل کېږي. د دې غونډې اجنډا ټول واک طالبان ته ورکړل شوی او دغه راز افغانې ښځې له بحث او خبرو اترو لېرې شوې او موږ غوښتنه کوو، چې په دې غونډه کې باید له طالبانو پرته نور لوبغاړي هم ګډون ولري. که طالبان یې نه مني، دوی حق لري چې د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون ونه کړي او که په پورتنیو غوښتنو غور ونه شي، زموږ استازي به په کې برخه وانخلي.»

ملګرو ملتونو ويلي، سرپرست حکومت د افغانستان پر ټوله جغرافیه حاکم دی او اړينه ده، چې له چارواکو سره يې له نږدې خبرې وشي.

دغه سازمان دوحې ناسته له افغانستان سره لا زياتې همغږي او په همغږي توګه د نړیوالو همکاریو زیاتولو څرنګوالي لپاره مهمه  ګڼلې.

ملګرو ملتونو د یوې جلا خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دوحې ناسته هغه پروسه ده، چې سرپرست حکومت د خپلو کړو ژمنو عملي کولو ته اړباسي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي:« دا سازمان باید له طالبانو سره وویني؛ ځکه چې هغوی د افغانستان اداره په واک کې لري او د افغانستان د مسلو د هواري لپاره له طالبانو سره لیدل اړین دي.  د ښځو د حقونو موضوع تر فشار لاندې نیول شوې او دا غونډه د طالبانو د رسمي کېدو په مانا نه ده.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیال رزميري ډي کارلو  وايي:« د دوحې ناسته یوه پروسه ده، چې په پایله کې یې طالبان باید د ښځو حقونو په ګډون خپل نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.  د دوحې په درېیمه غونډه کې به له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه پر لا ډېرې همغږۍ منسجمې او منظمې خبرې وشي.»

د دوحې درېیمه ناسته به د جون په ۳۰مه  او  د جولای په لومړۍ د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړه شي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ځینې  سرچني وایي، د افغانستان مدني ټولنې له استازو سره د جولاى په ٢مه له لرې د يوې ناستې ترسره کول په کې شامل دي، خو لا تراوسه په رسمي ډول سره په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، که چېرې سرپرست حکومت د نړیوال مشروعیت ترلاسه کول او تعامل زیاتوالی غواړي نو اړتیا ده، چې د یوې جرګې په دایرولو سره پرېکړه وکړي، ښځې او  نجونې کولی شي د تېر په څېر خپلو کارونو او زده کړو ته ستنې شي چې په خبره یې له دې سره به رسمېت پېژندلو ته هم زمینه برابره شي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« پاتې شوه د ښځینه وو د ګډون بحث هغه دلته په داخل د افغانستان کې یو بحث دی، چې باید ورباندې وشي، ملي اجماع راوغوښتل شي او دغه کومې ستونزې چې په داخل کې ښځینه وو طبقې ته جوړې شوي، لکه د زده کړو دروازو بندیدل او ځېنو برخو کې پر دوی قیودات او بندیزونه هغه په داخل د افغانستان کې خپله یوه لویه جرګه راوغوښتل شي، دې ته یوه حللاره پیدا شي، ترڅو د ټولو قومونو، ولسونو، قناعت په کې حاصل شي او هم ښځینه وو ته په کې حق او حقوق ورکړل شي.»  

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ده، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې په درېیمه ناسته کې د حکومتي پلاوي مشري وکړي.

د ملګروملتونو په کوربتوب د دوحې درېیمه ناسته له سختو نیوکو اوغبرګونونو سره مخ شوې چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي او په افغانستان کې د دغه سازمان د استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتنبایووا وویل په دې ناسته کې به د افغان ښځو او مدني ټولنو استازي ګډون ونه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

همکار: هېواد کې د برېښنا اړوند ۲۵۰ پروژو چارې روانې دي
افغانستان

همکار: هېواد کې د برېښنا اړوند ۲۵۰ پروژو چارې روانې دي

سپتمبر 23, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist