Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېګدلي: هڅه کوم د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو کچه لا پراخه کړم

بېګدلي: هڅه کوم د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو کچه لا پراخه کړم

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/11

له څه باندې درېيو کلونو راهيسې له سرپرست حکومت سره د ايران اړيکو د سيمې نورو هېوادونو په څېر عادي پر مخ روانې دي، خو تازه په کابل کې د دې هېواد شارژدافیرعلي رضا بېګدلي ویلي، هېواد يې د اړيکو پر اوسنۍ کچې بسنه نه کوي او غواړي لا پراختيا ورکړي.

نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د معرفي کېدو ليدنې پرمهال کړې او زياته کړې يې ده، د يادو اړيکو پراختيا لپاره غواړي په نږدې راتلونکې کې کابل او تهران ته د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پلاويو سفرونه تنظيم کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل په دې اړه وايي: « هیله یې څرګنده کړه چې وکولی شي د خپل ماموریت په موده کې د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پياوړې کړي. همدارنګه د ایران نوي سفیر دا هم وویل چې د اړیکو لا پراختیا لپاره غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګ پوړو پلاویو سفرونه ترسره شي.»

تکل وايي، لیدنه کې مولوي امیرخان متقي هم ډاډ ورکړی چې کابل له تهران سره د متقابلو اړيکو پراختيا کې همکارۍ ته ژمن دی.

هغه زیاتوي: « بهرنیو چارو وزارت به ورسره د اړوند چارو په ښه ترسره کولو کې همکاري کوي.»

ايران په تېره نومبر میاشت کې د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی او شارژدافیر له دندې لرې او عليرضا بېګدلي يې يوازې کابل کې خپل شارژدافیر وګوماره.

پوښتنه دا ده چې نوموړی به څومره د افغانستان او ايران د اړيکو په پراخولو کې بريالی شي؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « افغان کډوال تمویل کړي او افغانستان ته په خپله خوښه د هغوی د بېرته راستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.»

ځينې نور بیا وايي، د کابل او تهران ترمنځ د اړيکو احتمالي پراختيا ته خوشبين دي او وايي، په دې توګه به په ايران کې د افغانانو د اعدام مخنيوي ترڅنګ، هلته له مېشتو افغانانو سره د پوليسو ناسم چلن هم بدل شي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « د افغانستان بهرنیو چارو وزارت باید د ایران له سفیر سره د اعدامونو او په ایران کې د افغان کډوالو د شکنجو په اړه سپینې خبرې وکړي او له هغوی ژمنې ترلاسه کړي.»

له دې وړاندې، د افغانستان په اوبو کې د حق غوښتنې او کډوالو په سر د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ تند دريځونه تبادله شوي؛ ان تر دې چې د پولو سرغړونو له امله د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist