Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بښنې نړیوال سازمان د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو تړلو دوام له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې

بښنې نړیوال سازمان د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو تړلو دوام له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/16

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدو څه باندې ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې، چې په نړۍواله کچه د دې بندیز دوام  يو وار بيا وغندل شو.

د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ملګرو ملتونو ځانکړي راپور ورکوونکي ریچارد بینېټ او د برېتانیا پر پخواني لومړي وزیر ګورډن براون سربېره تازه د بښنې نړيوال سازمان د نجونو پر مخ د ښونځيو بندیز پرېکړه له نړیوالو قوانیونو سرغړونه بللې او د بېرته پرانیستو لپاره یې د سرپرست حکومت د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې.

یاد سازمان زیاته کړې:« له ۱۰۰۰ ورځو راهیسې افغانې نجونې د زده‌کړو له حقه بې برخې دي او ښوونخي یې پر مخ تړل شوي دي. طالبان د تبعیضي او ناعادلانه سیاستونو له امله له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي. طالبان باید سمدستي ټول منځني ښوونځي بېرته د نجونو پر مخ پرانېزي.»

یوشمېر زده‌کوونکې وایي، د دې بندیز د احتمالي دوامداره کېدو له امله خپل راتلونکې ته اندېښمنې دي او له سرپرست حکومته غواړي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ بېرته د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

زده کوونکې فاطمه وايي:« شاوخوا ۱۰۰۰ ورځې وشوې چې د ښوونځیو دروازې تړلې دي. په دومره وخت کې چې ښوونځی تړلی وه، موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي یو. کوم درسونه مو چې زده کړي ول هغه مو بېرته یاده ووتل. که چېرې ښوونځی بند نه وه، نو ما به پای ته رسولی وی او پر لوړو زده کړو به بوخته وم. اوس چې ښوونځي بند دي، خپلې راتلوونکې ته ډېره اندېښمنه یم او له خپلو درسونو لرې پاتې یو. له حکومته مو غوښتنه دا ده چې پر مخ مو د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي.»  

د ښځو حقونو فعالانې او د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د نجونو د زده‌کړو لپاره په هغه پلان نیوکې کوي، چې له تېرو درېیو کالونو راهیسې تر دې دمه نه دی جوړ شوی.

دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي؛ ترڅو د نړۍوالو له لوري پرې فشارونه زيات نه شي.

د ښځو حقونو فعاله مذلفه کاکړ وايي:« که دغه ۱۰۰۰ ورځې په ساعتونو شمار شي، نو په میلیونه ساعتونه کېږي، افغانې نجونې له ښوونځیو محرومې  دي. لاهم دوی امر ثاني ته په تمه دي، چې دغه امر ثاني کېدای شي، د اسلامي  امارت له خوا په دایمي امر بدل شوی اوسي، ځکه چې په دا دومره موده کې لاهم یو اسلامي چوکاټ رامنځته نه شو.»

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« د یوې پرېکړې په دلیل افغانستان انزوا ته تللی دی، افغانان مایوسه دي او بلاخره غوښتنه کوي چې دا سیاست باید تغییر شي. د امیرالمومنین پر فرمان باندې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره خلاص شي.»  

د همدې موضوع په تړاو مو د پوهنې وزارت له ویاند سره اړیکه وکړه؛ خو زموږ پوښتنې یې ځواب نه کړې.

واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره سم لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او څه موده وروسته د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د یو مکتوب په صادرېدو سره د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړل شوې.

 دغه پرېکړه سرپرست حکومت تر امر ثاني بللې وه؛ خو دغه نامالوم امر ثاني لا هم نه دی رارسېدلی او ميليونونه نجونې یې هر بېګاه د رارسېدو او نوي زيري په تمه سبا کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

همکار: هېواد کې د برېښنا اړوند ۲۵۰ پروژو چارې روانې دي
افغانستان

همکار: هېواد کې د برېښنا اړوند ۲۵۰ پروژو چارې روانې دي

سپتمبر 23, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist