Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایرواني: ایران هر کال پر افغان کډوالو ۱۰ میلیارده ډالره لګوي

ایرواني: ایران هر کال پر افغان کډوالو ۱۰ میلیارده ډالره لګوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/16

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نوبتي غونډه کې د ایران سفیر او دایمي استازي له افغانستانه د  امريکا وتل يو بې پروا عمل ياد کړی او ويلي يې دي، د ياد عمل په پايله کې د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو سره سم په ایران کې څه باندې ۶ میلیونه افغانانو پناه اخیستې ده.

د ايران مهر خبري آژانس د امیر سعید ایرواني له قوله لیکلي، ایران د دې افغان کډوالو د ستونزو حلولو لپاره هر کال له خپلو محدودو سرچينو ۱۰ میلیارده ډالر مصرفوي چې په خبره یې دغه لګښت لوړ دی او د پوره کولو لپاره يې ايران د نړيوالو مرستو ته اړتيا لري.

ایرواني زیاته کړې:« په ۲۰۲۱ کال کې د متحده ایالاتو له بې پروا وتلو وروسته، له شپږ میلیونه زیاتو افغانانو په ایران کې پناه اخیستې چې پر موږ يې د محدودو سرچینو له امله ډېر فشار راوړی. ایران د افغان کډوالو د اړتیاوو پوره کولو لپاره هر کال له۱۰ میلیاردو ډالرو زیات مصرف کوي، خو دا ځل یې د نړیوالې ټولنې پوره ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.»

د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « باید له اقتصادي پلوه دغو کډوالو ته کاري زمینه برابره شي، هغه حقوق چې د نړیوالو اصولو او قوانینو له مخې ورکړل شوي، هغه ورته ورکړل شي. خو متأسفانه چې د دغو هېوادونو پاکستان او ایران له خوا دغه حقونه نه دي ورکړل شوي او برعکس یې پر دوی ظلم او تشدد کړی او هغه شتمنۍ یې هم ترې کنګل کړې دي چې په دغو هېوادونو کې یې درلوده.»

سعید ایرواني دا هم ویلي، د کډوالو لپاره د کور، کار او بشري خدمتونو د برابرولو لپاره د ایران او پاکستان په څېر هېوادونه دوامدارو مرستو ته اړتیا لري.

خو په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو یو شمېر مدافعان وایي، د افغان کډوالو لپاره د نړیوالو له لوري له ګاونډیو هېوادونو سره شوې مرستې د يادو حکومتونو له لوري حیف او میل کېږي او په خبره یې، افغانان په ایران او پاکستان کې له خپلو ټولو حقونو بې برخې دي.

د کډوالو د حقونو مدافع ظاهر بهاند وايي: « له تېرو درېیو کلونو راهیسې هغه مرستې چې نړیوالې ټولنې او همدارنګه ځینو نورو هېوادونو له هغو افغان کډوالو سره کړې چې په ایران او پاکستان کې مېشت دي، د دغو هېوادونو له خوا حیف او میل شوې دي. دغه مرستې افغان کډوالو ته نه دي رسېدلې. نه یوازې دا چې مرستې نه ورسره کېږي بلکې په دغو دواړو هېوادونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا ځورول کېږي، شکنجه کېږي او حتی وژل کېږي؛ حال دا چې هېڅ یې پوښتنه نه کوي.»

له دې سره، ایرنا خبري آژانس د دې هېواد د کرمان ولایت عمومي څارنوال له قوله لیکلي، په تېرو درېیو ورځو کې له کرمان ۱ زر۷۸۸ افغان کډوال نیول شوې او بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

د شنونکو په باور، ایران او پاکستان تل افغان کډوال د نړیوالو مرستو د جلب لپاره د وسیلې په توګه کارولي او برعکس يې له خپلو حقونو محروم کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دغو هېوادونو په تېرو څو لسیزو کې له افغان کډوالو ډېره استفاده کړې، هم په اقتصادي او هم په سیاسي لحاظ او حتی په نظامي لحاظ. همدې ایران افغان کډوال د سوریې او عراق جګړې ته استول. دوی له افغان کډوالو دومره استفاده کړې چې په ښکاره له نړیوالو قوانینو او بشري حقونو سرغړونه وه.»

د دې موضوع په تړاو مو د کډوالو چارو وزارت له ویاند سره اړیکه وکړه، خو د راپور تر خپرېدو یې خپل نظر له موږ سره شریک نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت له یادو هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې د مناسبو شرایطو تر برابرېدو پورې دې هلته مېشتو افغانانو ته خپل حقونه ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي: « غواړو تر هغه وخته چې افغان مهاجرین په مناسب وخت کې په باعزته بڼه خپل هېواد ته راستنېږي، تر هغو پورې په دغو هېوادونو کې خپلو حقونو ته لاسرسی ولري، هغه بشري حقوق او د مهاجرینو حقونه چې د مهاجرینو لپاره رامنځته شوي، هغه امکانات چې د مهاجرینو لپاره دي او هغه امکانات چې د مهاجرو لپاره ځانګړي شوي، باید افغان مهاجرین هم ورته لاسرسی ولري ترڅو وکولی شي په دغو هېوادونو کې د ژوند چارې په اسانۍ سره مخکې یوسي.»

د ایران ترڅنګ، د بل ګاونډي هېواد پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم ويلي، پاکستاني چارواکو او اروپایي ټولنې د ګډې کمېټې په څوارلسمه غونډه کې د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې دي.

 د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، اروپایي ټولنې ویلي، په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د دایمي حل په تړاو له حل لارو ملاتړ کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist