Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوتونبایوا د سوله ییز افغانستان لپاره د ګډ کار او همکاریو هېله مندي ښودلې

اوتونبایوا د سوله ییز افغانستان لپاره د ګډ کار او همکاریو هېله مندي ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/28

د لوی اختر په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ او په کور دننه او بهر افغان سیاسیونو افغان ولس ته په‌خپلو اختریزو پیغامونو کې د مبارکۍ ترڅنګ هیلې څرګندې کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په اختریز پیغام کې افغانانو ته مبارکي ویلې او د با ثباته او سوله ییز افغانستان لپاره یې په ګډ کار ټینګار کړی دی.

اوتونبایوا زیاته کړې:« د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت افغانانو ته مبارکي وایم. هېله لرم چې د لوی اختر روحیه تلپاتې وي او موږ ټول وهڅوي چې د یوه سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره پر ګډه کار ته دوام ورکړو.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم هېوادوالو ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې په هېواد کې د دایمې سولې او ثبات لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

کرزي زیاته کړې:« د افغانستان ټول متدین ملت ته د لوی اختر مبارکي وایم. دا زموږ دنده ده چې د افغانستان د سرلوړۍ لپاره پر ګډه کار وکړو. افغانانو څو لیسزې د سولې فرصتونه له لاسه ورکړي او له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، اوس له اسلامي امارته غواړم چې د تفاهم او ملي خبرو اترو له لارې دغه ستر هدف درک کړي، څو ټول هېوادوال د اعتماد او مالکیت په احساس را ټول شي  او د ورورګلوۍ، په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات، د علم او پوهې او پر ځان بسیاینې برخه کې نوښت وکړو.»

بل لور ته د مخکېني حکومت ملي روغې جوړې سترې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله  په اختریز پيغام کې هېوادوالو ته مبارکي ویلي او له نړۍ والې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په کتو دې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې:« ټولو هېوادوالو ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ تمه لرم چې د لوی اختر د ورځو په برکت چې د قربانۍ، فداکارۍ، زغم او منځلارۍ بېلګه ده، په هېواد کې د ټولو قومونو ترمنځ د همپالنې، د هېواد د پرمختګ او ابادۍ زمینه برابره شي. موږ تمه لرو چې نړیواله ټولنه د افغانانو بد اقتصادي وضعیت په درک کولو سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.»

د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار هم د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړی.

حکمتیار په دغه اختزیز پیغام کې څلور وړاندیزونه کړي دي:« ۱- د یوې شورا جوړول چې د ملي یووالي ممثله وي. دا شورا به هره برخه کې د تصمیم نیولو آخري مرجع وي.

 ۲-  اساسي قانون جوړول.

۳-  نمونه اسلامي نظام جوړول.

۴-  نوی تعلیمي نصاب جوړول، داسې چې مدرسه او مکتب سره یو کړي او صرف د تخصص دورې سره جدا وي.»

له یوناما او افغان سیاسیونو سربېره د اسلامي‌امارت لوړپوړو چارواکو هم په اختریزو پيغامونو کې د افغانانو پر یووالي، دایمي ثبات لپاره پر ګډ کار ټینګار کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist