Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیري: له ا.ا غواړو د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/26

د افغان نجونو، ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا ا میري افغانستان کې د نجونو ښوونځیو تړلي پاتې کیدو،په پوهنتونونو کې د خپلې رشتو نه ټاکل او له پوهنتونونو د یو شمیر نجونو اېستلو په تړاو اندیښنه څرګنده   کړې.

امیري وايي:« ۴۰۰ ورځې کیږي،چې طالبانو نجونې له ښوونځيو منع کړې دي. ورته مهال طالبانو د پوهنتونو زده کړې ګډوډې کړي او له پوهنتونونو یو شمېر هزاره زده کړیالانې اېستل شوي دي.»

امیري وايي،د افغانستان  اوسني اقتصاد له فقر د اېستلو یوازینۍ لاره نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکول دي.

نوموړې همداراز وايي، اوسنی حکومت نه شي کولی،د دې هېواد  د نیمایي وګړو له زده کړو او کاري فرصتونو سترګې پټې کړي.

هغې زیاته کړې:« طالبان نه‌ شي کولی، د نیم نفوس له  زده کړو او کاري فرصتونو انکار وکړي او ورته مهال د دې ادعا وکړي،چې د افغانستان اقتصاد خپلواک کړي. د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو زده کړې له فقر د افغانستان اېستلو ته ډېر اړین او یوازینۍ هېله ده.»

په ورته وخت کې یو شمیر ښځينه فعالانې له نړیوالوغواړي،چې د نجونو ښوونځیو پراېنستلو موضوع کې دې خپل مسوولیت ادا کړي او په دې برخه کې دې عملي ګامونه واخلي .

دا په داسې حال کې ده،چې  د ښوونځيو د بند پاتې کیدو ۴۰۰ ورځې پوره شوې،خو لاهم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ  د ښوونځيو دروازې تړلي پاتې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist