Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
میلر: پر افغانستان د امریکا ټول لګول شوي بندیزونه لا پر ځای دي

امریکا له اسلامي امارت سره دوحه کې شوې هوکړه د نړیوالو قوانینو خلاف نه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/12

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په سوریې کې د وسله والو غورځنګونو د ائتلاف په اړه د دې هېواد راتلونکو پالیسيو او له افغانستان سره د رسمي تعامل د نه موجودیت په اړه ویلي، واشنګټن له نړیوالې ټولنې سره جوخت یو لړ شرایطو ته پام له ځېنو هېوادونو سره د رسمي اړیکو له رامنځته کولو ډډه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند متیو مېلر وايي، که د سوريې نوی حکومت غواړي له امریکا سره رغنده اړیکې ولري، باید له ټولو نړیوالو اصولو سره سمه حکومتولي رامنځته کړي.

هغه په دې اړه وايي:« تاسې ولیدل، چې د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ځینو شرایطو ته په کتو په اوږدمهاله کې او د واک لېږد پر مهال د یو شمېر هېوادونو له رسمیت پېژندنې ډډه کړې او هغه څه، چې موږ یې روښانه کولی شو دا دي، چې مخکې له دې چې امریکا په دې اړه ګام پورته کړي، د سوریې خلک دې دغه اصول تعقیب کړي.»

مېلر د امریکا له لوري په ځېنو هېوادونو کې د حکومت پر رسمیت نه پېژندلو سربېره له یادو هېوادونو او وسله والو ډلو سره سیاسي هوکړې او اړیکې ساتل د امریکا قوانینو خلاف نه دي بللي.

امریکا له اسلامي امارت سره له نږدې دوو کلونو مذاکراتو وروسته د سیاسي هوکړې له مخې په ۲۰۲۱ کال کې خپل ځواکونو له افغانستان بهر کړل.

کابل او واشنګټن لا هم د قطر په کوربتوب د يادې لاسليک شوې هوکړې د ځينو مواردو پر نقض تورنوي.

 خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، امریکا له خپلو منافعو سره سم د سیمې په اړه خپله پاليسي تغيروي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« د امریکا پالیسي د هغه هېواد ولسمشر نه ټاکي، یوه خاصه کمېټه لري چې هغه یې ټاکي او د یوه ولسمشر په راتګ سره یې ډېر جزوي تغییرات په بهرنۍ پالیسي کې راځي، نور دا صلاحیت نه لري چې د امریکا ټولې بهرنۍ پالیسۍ ته بدلون ورکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« امریکا او په ټوله کې غربي نړۍ زبرځواک هېوادونه د خپلو ګټو لپاره، د خپل ښکېلاک لپاره د نورو هېوادونو لپاره له هر ډول وسیلې کار او ابرازو کار اخلي، په ځانګړې توګه دې وختونو کې د اسلامي هېوادونو لپاره افراطي ډلې را پيدا کوي، جوړوي یې، روزي یې او دا مخته کوي او هغه هېواد پرې ړنګوي، بې ثباته کوي. دې بې ثباتۍ کې بیا د دوی لاسوهنو ته ښه زمینه برابرېږي.»

د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت رسمېت پېژندلو لپاره د بشري حقونو رعایت ترڅنګ پر ټولګډونه حکومت ټينګار لري، هغه څه چې اسلامي امارت یې کورنۍ مساله ګڼي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist