Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/08

د اسلامي امارت سرپرست حکومت له دوه ورځني ځنډ وروسته د نړيوال بانک راپور ته غبرګون کې، د افغانستان په اړه د دې بانک موندنې رد کړې.

د رياست‌ الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په يوه خبرپاڼه کې کې دا نه ده منلې چې ګواکي د افغانستان اقتصاد د نړيوال بانک د موندنو پر بنسټ، له جدي ننګونو سره مخ وي.

نړيوال بانک په خپل وروستي راپور کې د افغانستان اقتصاد له ننګونو سره مخ ياد کړی او ويلي يې دي، تېرو درېيو کلونو کې د افغانستان کورني ناخالص تولید ايله ۲.۷ سلنه وده کړې او دا د تېرو جګړو يوازې۱۰ سلنه زيانونه جبرانولی شي.

خو اقتصادي مرستیالۍ بیا وايي، سرپرست حکومت په بېلابېلو سکټورونو کې پروژې تطبیق کړې او یوازې د کانونو په استخراج کې يې شاوخوا ۴۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونه جلب کړې ده.

د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې یوه برخه: « د اسلامي امارت په راتګ سره په مختلفو سکټورونو کې بېلابېلې پروژې پيل شوې چې د قوش تېپې کانال ملي پروژه، د ټاپي پروژې پيل، د لویو لارو، بندونو او اوسپنې پټلۍ جوړولو او د برېښنا د تولیدي پروژو پيل يې د بېلګې په ډول یادولی شو. همدا ډول یوازې د ستر مقیاس کانونو په برخه کې شاوخوا ۴۱۵ میلیارده افغانۍ کورنۍ او بهرنۍ پانګونه او په نورو برخو کې هم ورته پانګونه جذب شوې ده.»

د اقتصادي چارو کارپوهان د لوږې او بېوزلۍ ختمولو لپاره اقتصادي وده مهمه بولي او زياتوي، سرپرست حکومت دې د نړيوالو مشروع غوښتنو په منلو سره د اقتصادي پرمختګ لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي: « باید د افغانستان اقتصادي راتلونکی داسې جوړ کړو چې ورځ تر بلې ښه شي. په تېرو درېیو کالو کې دا ثابته شوه چې له پرون څخه نن ښه دی او امیدواري شته چې نور به هم ښه شي.»

د سیاسي  چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دا چې نړیوال بانک نیوکې کوی او تورونه لګوي، دا ټول هغه سیاسي فشارونه دي چې پر طالبانو باندې راوړل کېږي؛ خو که له بلې خوا ورته وګورو، نړیوالو تل له طالبانو مشروع غوښتنې کړې او کوي یې، تر هغو چې دغه مشروع غوښتنې ونه منل شي، افغانستان او موجوده نظام به د نړۍ له نیوکو ونه ژغورل شي.»

ځينې  نور بیا د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادول اړين ګڼي او له نړيوال بانک غواړي چې په دې اړه امريکا ته قناعت ورکړي.

د سیاسي چارو  شنونکی محمد زلمی افغانيار وايي: « د نړیوال بانک دغه پیام هم د افغانستان پر سرپرست حکومت د سیاسي او اقتصادي تپل شویو فشارونو په دوام ترسره کېږي. که چېرې دوی ته د افغانستان اقتصاد مهم وي، امریکا ته دې ووایي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي؛ ترڅو په اقتصادي پروګرامونه او دغه راز د اقتصادي  ملاتړ په توګه وکارول شي. تقابلات هغه مهال منځته راځي چې د ګټو لپاره مشخص تعریف نه وي. زه هیله من یم د ګټو د تعریف دغه نه شتوالي ته د خبرو له لارې حل لاره پيدا کړي نه د دا ډول پیغامونو له لارې.» 

سرپرست حکومت داسې مهال د افغانستان د اقتصاد په اړه د نړیوال بانک موندنې ناسمې يادوي چې تېره مياشت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې تایيد کړه چې د بل هر وخت په پرتله عام افغانان نړيوالو مرستو ته ډېره اړتيا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist