د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د هرات امنيتي ډيالوګ لسمې ناستې پر دویمه ورځ هم د ګډونوالو هېوادونو استازو د افغانستان په اوسني سياسي او بشري وضعيت خبري وکړې.
ناسته کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن وويل، له افغانستان سره يې د بشري مرستو موخه د اقتصادي بحران مخنيوی دی.
نېکلاسن زیاته کړې:« زموږ تعامل د افغانستان له خلکو سره د هغوی د ملاتړ په مانا دی. په افغانستان کې د روان بشري اقتصادي بحران د مخنيوي په موخه خپلو مرستو ته بیا هم دوام ورکوو. موږ د مرستو ملاتړ کوو او د اصولو او شرايطو پر اساس مخکې ځو.»
نېکلاسن په افغانستان کې د ښځو روان وضعيت خواشينونکی وباله او زیاته یې کړ،چې واک ته د اسلامي امارت له رسیدو سره سم ښځې په سيستماتيک ډول له مدني حقونو محرومې شوې دي.
هغه زیاته کړې:« موږ او تاسې څارو او شاهد يو،چې په افغانستان کې د ښځو وضعيت په سيستماتيک ډول په بدلون کې دی، د ښځو په اړه وروستۍ پرېکړې چې نه شې کولی پارکونو ته لاړې شي، ښځې له مدنې ګډون څخه محرومې شوې دي. له ښځو زموږ د ملاتړ موخه داده،ترڅو په راتلونکې کې د افغانستان په اقتصادي وده کې برخه واخلي.»
همدا راز د ګډونوالو هېوادونو استازو په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره په ټولګډونه حکومت ټنيګار وکړ.
اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي،چې د سرپرست حکومت له استازي پرته د افغانستان په تړاو ناستې نمایشي او بې اغیزې دي.
دغه ناسته داسې مهال کیږي،چې په دې وروستیو کې د افغانستان په تړاو ډېرې ناستې کیږي،خو د سفر له بندیز وروسته د اسلامي امارت یوه استازي ته هم په دغه ډول ناستو کې اجازه نه ورکول کیږي.
د هرات امنيتي ناستې ته د مخکېني حکومت یو شمیر چارواکي او پخواني سیاسیون هم ور بلل شوي دي.
Discussion about this post