ستره محکمه په تېرو څلور کلونو کې توانیدلې چې دوه څلويښت زره دوسیې وروستۍ کړي.
د سترې محکمې د مالوماتو له مخې، یواځي جزایي جرمونو برخه کې څوارلس زره قضيي درې کلونو کې څېړل شوي دي.
ستره محکمه وایي، د هر کال په تیریدو د جرمونو کچه لوړه ښکاري.
ستره محکمه اوس د هغه قانون د تطبیق په حال کې ده چې تېر کال یې جزايي کوډونو کې بدلون راغلی دی.
د سترې محکمې د څلور کلونو راپور ښيي چې ۴۲ زره دوسیې څېړل شوي او وروستۍ شوي چې د هر کال په پرتله د جرمونو ګراف لوړ شوی دی.
د دې دوسیو لوړه شمېره جزيي جرمونه جوړوي چې قتل، انسان تښتونه پکې شامل دي.
ستره محکمه ډاډ ښيي چې په خپلو پریکړو او کارونو کې جدي دي چې خلکو ته عدالت ورسوي.
نیوکې شته چې ځینې زور واکي چې په غصب، قتل او فساد تورن دي، د محکمو له لوري مجرم پيژندل شوي، خو لا هم ازاد ګرځي.
ټینګار دا دی چې قانون دې د ټولو لپاره یو ډول وي او هغه کسان چې زور لري، باید پروړاندې یې له زور کار واخیستل شي چې قانون ته غاړه کیږدي.