Skip to content
واک ته د طالبانو له رسېدو راپدېخوا ملګرو ملتونو افغانستان سره مرستې زیاتې کړې دي. ملګري ملتونه وايي، تېرو ۱۴ میاشتو کې یې ۲۳ میلیونه افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.
له تېرو څو میاشتو راپدېخوا افغانستان ته د بشري مرستو په نوم میلیونونه امریکایي ډالر راغلي، نیوکې دا دي چې د افغانانو پر اقتصاد او بشري وضعیت یې د پام وړ اغېز نه دی کړی.
ملګري ملتونه وایي، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته یې خپل خدمات ندي درولي او تر دې دمه یې د کابو ۹۴ سلنه اړمنو افغانانو لاسنیوی کړی دی.
ملګري ملتونو ویلي چې په ټول افغانستان کې یې بشري مرستې زیاتې کړې او د میلیونونو بېوزله افغانانو ژوند یې ژغورلی دی.
ملګري ملتونو په یوه بیان کې کاږلي ((د ۲۰۲۱ کال اګېست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ملګرو ملتونو ادارې او د هغوی همکاران په افغانستان کې پاتې شول چې له نږدې ۲۳ میلیونو او یا ۹۴ سلنه اړمنو خلکو ته یې اړینې مرستې برابرې کړې دي. ملګرو ملتونو په ټولو ۳۴ ولایتونو کې خپلې بشري مرستې زیاتې کړې چې په دې چارې سره یې د میلیونونو وګړو ژوند ژغورلی او د قحطۍ مخه یې نیولې ده.))
ملګرې ملتونه زیاتوي چې له اووه نیم میلیونه زیاتو افغانانو سره چې ډېری یې ښځې دي یوازې روغتیایي مرستې کړې او له میلیونونو نورو سره یې بیا نغدي مرستې کړې چې د هغوې ورځنۍ ستونزې پرې حل شي.
د ملګرو ملتونه بیان زیاتوي، ((سږ کال څه د پاسه د ۷.۷ میلیونه افغانانو سره چې درې میلیونه یې ښځې او نجونې دي یوازې روغتیایي مرستې شوې دي. نورې اضافي بشري مرستې د بیړنیو نغدو پیسو په بڼه شوې چې د میلیونونه خلکو د خوړو، سرپناه، ساتنې، روغتیا او ګڼې اقتصادي ستونزې پرې حل شوې دي. د افغانانو د ژوندي پاتې کیدو، بنسټیزو خدمتونو د تمویل او اقتصادي بیا رغونې لپاره بشري مرستې اړیني دي.))
له تېرو نږدې څلوویښتو کلونو راهیسې نړیوالو په ګڼو برخو کې افغانستان سره مرستې کړي خو د خلکو پراقتصاد او ژوند یې اغیز نه دی کړی.
نیوکې دا دي چې د نړیوالو لخوا شوې مرستې په بنسټیزو برخو نه دي لګول شوې او همدا لامل دی چې له نیمايي زیات افغانان اوس هم په بهرنیو مرستو ژوند تیروي .
د پوهنتون استاد زلمی زرمتی وايي، ((د بهرنیو هېوادونو مرستې له ۴۰ کلونو راپدېخوا دوام لري، خو دې مرستو په دومره موده کې د خلکو اقتصاد په ښه والي کې رغنده رول نه دی لوبولی. په مرستو کې یوه ستونزه دا ده چې مرستې په عادلانه ډول نه دي وېشل شوې.))
غوښتنه دا ده چې د نړیوالو لخوا بشرې مرستې دې شفافه او عادلانه ووېشل شي او اړمنو خلکو سره دې د نغدي مرستو پرځای هغوی ته د دایمي کار زمینه برابره کړل شي.
Discussion about this post