د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له څو ورځو را پردې د افغانستان په اړه پر سفر وتلی،چې ظاهرا یې د روان وضعیت د کابو کېدو او د سولې خبرو برخه کې د پرمختګ لپاره هڅې پیل کړې،چې دوحه کې د قطري چارواکو تر څنګ یې له دواړو ټیمونو سره جلا جلا کتلي.
خلیل زاد ویلي،د امریکا او طالبانو د هوکړې یوه ګټه یې همدا ده،چې له ۴۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره افغان جهتونه خبرو ته سره کیني.
خلیل زاد زیاته وي:« حقیقت دا دی،چې افغانستان کې له تېرو ۴۳ کلونو جګړه روانه ده،نو دا په دې مانا نه ده،چې زموږ له وتلو وروسته وضیعت داسې خرابېږي. طالبانو افغانستان کې زموږ د شتون سربېره هم په وروستیو څو کالونو کې لاسته راوړنې لرلې. که موږ له طالبانو سره هوکړه نه وای کړې،نو دوی به اوس خپلو کې خبرو ته نه و ناست او دا په تېرو ۴۳ کالونو کې لومړی ځل دی،چې د جګړې افغان جهتونه پر یو میز سره خبرو ته کیني.»
زلمی خلیلزاد دا مهال ازبکستان ته رسېدلی، هلته یې له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، په تېرو کلونو کې پر طالبانو د دوی نظامي فشار ګټه نه درلوده،نو له امله یې خبرې غوره لاره وبللې.
بل پلو د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري بیا وايي، د خلیل زاد سفرونه د جګړې پای، اوربند او سیاسي هوکړې لپاره نه بلکې، له افغانستانه د امریکا په خوندي ډول وتلو لپاره دي.
ناصري زیاته کړه:« د خلیل زاد سفرونه د جګړې پای، د وژنو پای، د اوربند اعلان او سیاسي هوکړې په موخه د افغانانو لپاره نه ول او هېڅ ګام هم په دې برخه کې نه شي اخېستلی. متاسفانه،د خلیل زاد ماموریت دا وه، چې امریکا له افغانستانه په خوندي ډول ووځي.»
د خلیلزاد دغه سفر داسې مهال دی، چې یوازې پنځه سلنه بهرني ځواکونه چې شمېر یې له زرو کم ښودل کېږي، افغانستان کې پاتې دي.
د دې تر څنګ طالبانو په دوو میاشتو کې یو شمېر ولسوالۍ نیولي او جګړه یې شدیده کړې، چې دې مسلې پر بین الافغاني خبرو منفي سیوری غوړولی دی.
زلمی خلیلزاد له روان حالته د وتلو یوازنۍ لار د افغان جهتونو تر منځ تفاهم لاره ګڼي، چې ظاهر خپل وروستی سفر هم د همدې موضوع لپاره مثبت یادوي.
Discussion about this post