په دغو ولایتونو کې بدخشان، نورستان، ننګرهار، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، غزني، میدان وردګ، بامیان، دایکندي او غور ولایتونو او سالګنونه شامل دي.
د یادې ادارې د مالوماتو له مخې، په دغو ولایتونو کې به د باران د اورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۲۰ ملي مترو او د واورې کچه به له ۱۵ څخه تر ۴۰ سانتي مترو پوري وي.
په هېواد کې د اورښت اټکل داسې مهال کېږي، چې پېښو سره د مبارزې وزارت د مالوماتو له مخې په تېرو درېیو اوونیو کې د سړې هوا له امله په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۱۶۶ کسان مړه شوي او زرګونه څاروي هم له منځه تللي دي.