Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا  بهرنیو چارو وزارت وروستي خبرداري په اړه نظرونه سره وېشلي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/26

که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت وضاحت نه دی ورکړی،چې د اسلامي امارت پر وړاندې به یې اقدام څه وي؟خو خبرداری یې ورکړی،چې د ا سلامي‌امارت د وروستیو پریکړو په تړاو خپلو متحدینو سره سلا مشورې کوي او اسلامي امارت به د خپلو وروسیتو پرېکړو بیه پرې کړي.

اسلامي‌امارت د امریکا بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی،خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان سرپرست حکومت پر وړاندې د امریکا دریځ ورځ بلې ته په سختېدو دی او دغه هېواد د لا نورو فشارونو او بندیزونو لګولو هڅه کوي.

دوی وايي،امریکا غواړي،چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په داسې یوه تګلاره کار وکړي،چې له مخې یې بشري مرستې راکمې شي او همدا راز پر افغان لوري تازه بندیزونه ولګوي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د افغانستان په اړه  د امریکا دریځ ورځ بلې ته سخت کيږي. امریکا هڅه کوي،چې نویو تګلارو سره د اسلامي امارت مشرانو ته لا ستونزې وزیږوي. اوس هڅه کوي،چې د بشري مرستو په راکمولو کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په ګډه داسې یوه تګلاره کار وکړي،چې اسلامي امارت چارواکو ته په کوردننه او بهر ستونزې لا زیاتې کړي. د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ په نورو بندیزونو او تګلارو باندې غور کوي.»

ځینې بیا په دې اند دي،چې دا ځل به امریکا پر اسلامي امارت ډېر جدي اقتصادي او سیاسي بندیزونه ولګوي،خو زیان به یې عام افغان ولس ته ورسیږي.

دوی وايي، غوښتنه یې دا ده،چې د  اسلامي امارت چارواکي دې په‌ خپل دریځ کې نرمښت وښي او د نړۍ مشروع غوښتنې دې ومني،چې حکومت په رسمیت وپیژندل شي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« امریکا او متحدین به یې پر اسلامي امارت ډېر جدي اقتصادي او سیاسي  بندیزونه وضع کړي. اسلامي  امارت باید د نړیوالو مشروع غوښتنې ومني او له نړیوالو سره لکه د ړۍ نور هېوادونه،چې تعامل لري تعامل وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي بیا وايي، امریکا اوس غواړي،د اسلامي امارت هغه مشران،چې د نجونو ښوونځيو په بیا پرانېسته کې موثر رول ولري، له تور لیست وباسي او له همدې لارې افغان لوري سره مخ ته لاړ شي.

فرهادي زیاته کړې:«  امریکا او غربي هېوادونه د دې په لټه کې دي،که د اسلامي امارت ترمنځ داسې مشرانو وي،چې د نجونو ښوونځيو په بیا خلاصولو کې موثر وي،هغوي له تور لیست لرې کړي.»

نږدې یو نیم کال کیږي،چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سقوط کړی او اسلامي امارت واک ته رسیدلی،خو تر اوسه پورې د افغانستان نوی سرپرست حکومت له هېڅ هېواد سره رسمي سیاسي اړیکې نه لري.

په لومړي سر کې هیلې زیاتې وې،چې ګني ځينې هېوادونه به ژر اسلامي‌امارت پر رسمیت وپيژني،خو د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په تړاو پرېکړو افغانستان له نړیوالې انزوا سره مخ کړ او شوې هڅې یې وننګولې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist