Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یونېسکو سږ کال د زده کړو نړیواله ورځ د افغان نجونو په نوم نومولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/25

د جنورۍ ۲۴ مه د زده کړو نړیواله ورځ ده،چې سږ کال دغه ورځ د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونېسکو) له لورې  د افغان نجونو په نوم نمانځل شوې ده.

 

د زده کړو د نړیوالې ورځې په تړاو بېلابېلو اړخونو له سلامي امارت د نجونو پر مخ د ښوونځیو د بېرته پرانېستلو غوښتنه کړې ده.

یونېسکو چې دغه ورځ یې د افغان نجونو لپاره ځانګړې کړې، په یو لړ ټویټونو کې  د اسلامي امارت له لورې د افغان نجونو پر زده کړو بندیز خواشیني ښودلې او ویلي يې دي،چې افغان نجونې له نامالوم برخلیک سره مخامخ دي.

یونېسکو زیاته کړې:«افغانستان کې له نجونو خپلې هیلې او امیدونه اخېستل شوې دي. د دوی د زده کړو اساسي حق تر پښو لاندی شوی دی،چې هېچا ته د منلو وړ نه دی. په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د افغانستان په ښوونځیو کې د نجونو شمیر نږدې صفر وه، چې وروسته له هغې ټولو برخو کې شمیر زیات شو،خو نن بیا د افغان نجونو د زده کړو حق له یوه نا مالوم برخلیک سره مخ دی.»   

په ورته وخت کې د جنورۍ ۲۴مې په تړاو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتریش په یوه ټویټ کې پر طالب چارواکو غږ کړی دی،چې د نجونو پرمخ د ښونځیو دروازې خلاصې او خپله پرېکړه بېرته واخلي.

هغه زیاته کړې:« د دې وخت را رسیدلی دی،چې زده کړو ته د لاس رسي پر وړاندې د خنډونو ټول تبعیضي قوانین او کړنې پای ته ورسول شي. زه پر طالبانو  غږ کوم،چې افغانستان کې د نجونو او ښځو منځنیو او لوړو زده کړو ته د لاس رسي قهرجن او ځان ماتونکي بندیز پریکړه بېرته واخلي.»

د افغانستان لپار د امریکا شارژددفیره کرن ډيکر وايي:« دا ستونزمنه ده،چې نن د زده کړې نړیواله ورځ ونمانځل شي،ځکه  چې افغان نجونې  او ښځې اوس له دې حقه بې برخې شوې دي. ښوونه او روزنه د افغانستان په راتلونکي کې پانګه اچونه ده او باید د هلکانو او نجونو لپاره شتون ولري.»         

 د سیاسي کارپوهان بیا د نجونو د زده کړو په تړاو د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو له مسوولینو د راتلونکي ښوونیز کال لپاره پر یوې معقولې کړنلارې د کار کولو ټینګار لري او زیاتوي،چې د نوي ښوونیز کال سره هم مهاله د هېواد ښوونیز بهیر پیل او ستونزې هوارې کړل شي.   

له دې سره  یونېسکو ویلي ول،چې په تیرو څو کلونو کې زده کړو ته د افغان نجونو شمیر ډېر کم وه، چې دا شمیر بیا په تیرو دوه لسیزو کې د پام و ډېر شوی،خو د اسلامي امارت د دویم ځل واک ته رسیدو سره دغه کچه په ښکته کیدو ده او دا مهال میلیونونه نجونې له زده کړو محرومې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist