Skip to content
د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت وایي، د پاکستان په زندانونو کې له اسنادو پرته د پاتې افغان بندیانو د خلاصون هڅې روانې دي.
د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره د یاد هېواد د پولیسو له لورې ناوړه چلند او زنداني کېږي.
پاکستان کې د افغان سفارت په هڅو څه موده وړاندې یو شمېر افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او بېرته افغانستان ته راولېږدول شول.
له ا. ا غوښتنې دا دي، چې په پاکستان کې د بندي افغان کډوالو د ازادېدو او هلته د مېشتو افغانانو د ځورونې مخنیوي په تړاو د یاد هېواد له چارواکو سره جدي خبرې وکړي.