Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پرايس: اسلامي امارت به د خپلو وروستیو پرېکړو له امله لویه بیه پرې کړي

پرايس: اسلامي امارت به د خپلو وروستیو پرېکړو له امله لویه بیه پرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/25

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت له لورې د ښځو او نجونو پر وړاندې وروستیو فرمانونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي،هر څه له نږدې څاري او اسلامي امارت به د دې فرمانونو له امله لویه بیه پرې کړي.

د یاد وزارت ویاند نیډ پرایس د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د افغانستان پر وړاندې راتلونکې پریکړې به له خپلو متحدینو سره په ګډه کوي.

پرایس زیاته کړې:« موږ له طالبانو سره خپل چلن او تعامل د دوی له خوا د بشري حقونو نقض او هغو فرمانونو پر بنسټ مخ ته وړو،چې په وروستیو اونیو او میاشتو کې خپاره شوي دي. زه اوس جزئیات نه شم ورکولی،خو دا درته ویلی شم،چې موږ خپل راتلونکې اقدامات له خپلو متحدینو سره په ګډه ارزوو.طالبان به لویه بیه پرې کړي.» 

پرایس د اسلامي امارت لخوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه هم د اندېښنې ترڅنګ ویلي، ۸۳ سلنه موسسو خپل کارونه ځنډولي یا یې هم کم کړي دي،ځکه له ښځینه کارکوونکو پرته فعالیت نه شي کولی.

دغه راز پرایس ویلي، دا چاره به د هغو ۲۸ میلیونه افغانانو ژوند لا سخت کړي،چې شپه یې پر بشري مرستو سبا کیږي.

پرایس زیاتوي:«د دې فرمانونو له امله اوس سړي نه شي کولی هغو کورنیو ته ورشي،چې مشري یې ښځې کوي. انجو ګانې اوس دغو اړمنو کورنیو ته بشري مرستې نه شي رسولی. دا موږ او نړیوالې ټولنې ته هېڅ د منلو وړ نه ده، ځکه د ۲۸ میلیونه افغانانو او په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.» 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هغې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان سره مرستې به اسلامي امارت لا پیاوړي کړي وویل، مرستې یې له حکومت سره نه بلکې له افغانانو سره دي.

پرایس ویلي، افغانستان کې خپلې مرستې د اسلامي امارت له لاسرسي پرته د غیر دولتي موسسو په مرسته اړمنو ته رسوي.

هغه زیاته کړې:« موږ له  افغانستان سره د بشري مرستو رسولو په برخه کې تر ټولو ستر هېواد یو،چې د طالبانو له لاسرسي پرته افغانانو ته رسیږي. موږ د ۲۰۲۱ کال را وروسته له طالبانو سره نه بلکې له افغانانو سره د یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو په ارزښت مرستې کړي دي. موږ هڅو کوو، تر څو د افغانستان روان بشري وضعیت لا پسې خراب نه شي.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت داسې مهال افغانستان کې د ښځو پر کار اندېښنه ښیي،چې اسلامي امارت له دې وړاندې دا ډول څرګندونې په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه یادې کړې وه. 

اسلامي امارت د نجونو ښونځیو او پوهنتونونو په اړه بیا استدلال کوي،چې تر بل امره ځنډیدلي او تر یوه مناسب میکانیزم وروسته به بېرته پرانېستل شي،هغه میکانیزم چې ښوونځیو ته په تېر یوه کال کې هم جوړ نه شو. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي
افغانستان

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

سپتمبر 22, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist