Skip to content
د نیمروز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس صديق الله نصرت وایي، د روان کال مرغومې میاشتې له لومړۍ تر۳۰ مې نېټې ۲۹۹۳۳ افغانان د ورېښمو پُل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د نصرت په وینا، په دغو کسانو کې ۲۸۱۷۵ مجرد او ۴۷۷ کورنۍ دي، چې د غړو شمېر یې ۱۷۵۸ ته رسېږي.
د نوموړي په خبره، له ۲۰۴۳ بې وزلو کسانو او کورنیو سره د همدې ادارې په همغږۍ د کډوالو نړیوال سازمان له لوري خوراکي توکي او نغدي مرسته شوې ده.
د مسوولینو د مالوماتو له مخې، په تېره یوه میاشت کې له همدې لارې ۴۶ جسدونه هم هېواد ته راوړل شوي دي.