Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملا برادر: اسلامي امارت خلکو ته قانع کوونکی کار نه دی کړی

ملا برادر: اسلامي امارت خلکو ته قانع کوونکی کار نه دی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/20

د اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال  ملا عبدالغني برادر د چهار شنبې پر ورځ « ۱۴۰۱ کال د تلې پر ۲۸  مه» د کرنیزو محصولاتو ۲۷ تم نندراتون پرانېست غونډه کې د وینا پرمهال وویل،په تیر يوه کال کې د اسلامي امارت له کړو خدمتونو ولس راضی نه دی او  دغه لاسته راوړنې د نمونې په توګه دي.

دغه راز ملا برادر د ستونزو د حل لپاره د مسووليت پر پیژندنلو او پر ځان بسیايني ټینګار وکړ.

ملا برادر زیاته کړه:« یو کال تېر شو، تر اوسه پورې موږ د دې ملت لپاره داسې څه نه دي کړي،چې ملت  پرې قانع شي. ملت پر دې قانع نه دی. موږ تر اوسه پورې ملت ته داسې خدمت نه دی کړی، یوازې د نمونې په ډول مو کار کړی دی.»

ملا برادر د طبیعي زيرمو کېندنه او له هغو ګټه اخېستنه د اقتصادي ناروين د مخنيوي لپاره مهم عامل وګاڼه او له سوداګرو او بهرنيو شرکتونو يې وغوښتل،چې په دغه برخه کې پانګونه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي بیا د قوش تېپې کانال جوړيدل د بزګرانو لپاره ښه زیری وباله او هېله يې ښوده،چې د دې کانال په جوړيدو سره به د کرنیزو محصولاتو په  کچه کې د پام  وړ زياتوالی راشي.

حنفي زیاته کړه:« د کمال خان بند او قوش تېپې کانال د بشپړېدو په حال کې دي. کله چې دا کانالونه بشپړ شي،نو افغانستان به د کرنې له پلوه د ځان بسیا کېدو سربېره د سیمې هېوادونو ته صادارت ولري.»

د غونډې په پای کې د کرنيزو محصولات ا۲۷ تم پړاو نندارتون پیل شو. د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست  عطاء الله عمري وايي،له نندارتون یې موخه افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ سکټور پراختيا او د کورنيو توليداتو ملاتړ او له هغې د ګټې اخيستنې فرهنګ دودول دي.

عمري زیاته کړه:« دا مجلس د دې لپاره دی،چې موږ خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړو. کروندګر په خپل منځ او سوداګرو سره اشنا کړو. کومې لاسته راوړنې چې لرو له هغې خپل خلک خبر کړو.»

د کرنیزو محصولاتو ۲۷ تم نندارتون د تلې مياشتې پر ۲۷ مه  نیټه پیل او د روانې مياشتې تر ۳۰ مې  پورې به دوام وکړي.

د دغه نندراتون په ۲۶۳ غرفو کې د کرنې او مالدارۍ محصولاتو او  لاسي صنايو سربیره د کورنیو تولیداتو بېلابېل توکي نندارې ته ايښودل شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist