Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان ته د پنټاګون استول شوی کارکوونکی امریکا کې له داعش سره د اړیکو په تور نیول شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/20

د امریکا په کینزس آیالت کې فدرالي څیړنیزې ادارې یا ایف.بي.آی د محمد رفیع محمدي په نوم د هغه افغان پر خلاف جرمي قضیه پرانیستې ده،چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره دنده درلوده،خو د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) سره یې هم مرسته کوله.

پر محمدي تورونه دي،چې افغانستان کې یې د داعش نویو غړو جذب کوونکو ته نغدي پیسې ورلیږلې،د غړو په جذب کې یې مرسته ورسره کوله او یو داعش غړی یې د تېر حکومت له بند هم آزاد کړی وه.

د رولینګ پاوینټ په نوم یوې امریکایي مجلې،چې د دغې قضیې جزئیات خپاره کړي له داعش سره د محمدي څېړل شوې اړیکې راخیستې دي.

د ایف.بي.آی څیړونکي:«محمد رفیع محمدي له د کس ۱ سره چې د داعش لپاره یې نوي غړي جذب کول اړیکې درلودې. کس ۱ د ۲۰۱۹ کال په فیبرورۍ میاشت کې د تېر افغان حکومت ملي امنیت لخوا نیول شوی وه. د ملي امنیت د مالوماتو له مخې،د کس ۱ نوم ابو عبیدالله متوکل ښودل شوی دی.»

محمد رفیع محمدي د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې د ژباړن په توګه د امریکا دفاع وزات سره ګومارل شوی، خو مالومات ښیي،چې هغه له امریکایانو سره له دندې مخکې هم د داعش خراسان ډلې سره اړیکې درلودې.

څیړنې ښیي،چې محمدي د ۲۰۱۸ کال فیبرورۍ میاشت کې متوکل نومي داعش غړي ته ۴۰۰ ډالر استول وو او پر خپل فیسبوک یې د هغه ویډیو خپره کړې وه، خو رفیع بیا دغه تورونه رد کړي.

د ایف.بي.آی څیړونکي:« محمدي افغانستان کې د خپلې دندې پر مهال یو ځل بې لخ اجازې له کمپ وتلی و او بیا په پټه ننوتی وه. د ۲۰۱۹ کال په جولای میاشت کې محمدي د ابف.بي  .آی یوه غړي ته ویلي ول،چې افغانستان کې یې له بنده د یوه کس آزادولو کې مرسته کړې ده. دغه میاشت کې ملي امنیت د مبشر مسلمیار په نوم د داعش یو جذب کوونکی نیولی و.»

د محمدي په اړه څېړنې وروسته له هغې پیل شوې،چې تېر کال د امریکا تخلیې ماموریت کې داعش ډلې د کابل هوایي ډګر ته څیرمه یوه چاودنه کې د نږدې دوه سوه افغانانو په ګډون ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل.

محمدي د ژباړن په توګه له دندې مخکې هم د امریکا په کینزس ایالت کې اوسیده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist