Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: پر ښځو د کار بنديز به بشري مرستې او د ملکرو ملتونو اړوند ادارو کار اغیزمن کړي

General view of a moment of silence for former U.S. Secretary of State Madeleine Albright during the United Nations Security Council meeting, amid Russia's invasion of Ukraine, at the United Nations Headquarters in New York City, New York, U.S., March 23, 2022. REUTERS/Mike Segar REFILE - CORRECTING MEETING

امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/20

افغانستان کې د ښځو حقونو په تړاو د نړیوالو پرله پسې اندیښنې د دې لامل شوي،چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه موضوع په خپلو سږنيو ازاد بحثونو ناسته کې وارزوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ازادو بحثونو ناسته به نن پنجشنبه پیل شي،چې د ۹۲ هېوادونو او نړیوالو سازمانو استازي به په کې،چې شمیر یې له ۴۸۰ زیات دی، ګډون وکړي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مرستیاله هېدر بار وايي، دغه بحثونه به تر ډېره د افغان ښځو پر وضیعت وشي او غوښتنه به دا وي،چې ملګري ملتونه د خپل صلاحیت پر بنسټ له بشري حقونو د سرغړونې په تور د اسلامي امارت پر مشرانو سفري او نور بندیزونه ولګوي.

بار زیاته کړه:« موږ به له ماموریتونو او د ملګرو ملتونو سازمان سره بحث وکړو،ترڅو ګامونه پورته کړي. دغو ګامونو کې به د ملګرو ملتونو له صلاحیتونو په استفادې پر طالبانو د بشري حقونو د سرغړونې په موخه سفري او نور بندیزونه هم شامل وي.»

هېدر بار وايي،دغه ناسته یو ښه فرصت دی،چې نړیوالو ته هغه چارې په ګوته شي،چې د افغانستان لپاره یې ترسره کولو ته اړتیا لیدل کیږي .

خو د ښځو چارو فعالانې بیا وايي،د زیاتو  ناستو جوړول کوم ځای نه نیسي او په دې برخه کې باید جدي اوعملي ګامونه پورته شي.

د ښځو حقونو فعاله مونسه مبارز وايي:« زما په باور له حد زیاتو ناستو دوام پایله نه ورکوي،د افغان ښځو د ژوند تغیر یو قاطع اوعملي اقدام ته اړتیا لري او هېله منه یم،چې جدي تصامیم ونیول شي.»

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي،چې د افغانستان حکومت باید هغه نړیوال قوانین چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې نه دي، باید درناوی یې وکړي او نړیوال دې هم   د فشار پر ځای له افغان لوري سره د تعامل لاره غوره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« افغانان هم له اسلامي امارته غواړي،چې د نجونو ښوونځي خلاص کړي او هغو نړیوالو قوانینو ته په درنه وګوري،چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه دي  له بل پلوه ملګرو ملتونو ته هم پکار ده،چې د فشار پر ځای له افغان حکومت سره د تعامل لاره خپله کړي.»

څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ترکیه کې د دیني عالماوو ناستې ته په ‍وینا کې وویل،له شپږم ټولګي پورته د  نجونو ښوونځي پرانېستل کیږي،خو اوس یې د نصاب په سمون، ښوونځیو ته د تګ راتګ او همداراز یو معیاري ښوونیز سیسټم پر رامنځ ته کولو بوخت دي .

د اسلامي امارت دریځ بیا دادی،چې د ښځو ټولو اسلامي حقوقو ته ژمن دي او هغه څه چې اسلام ښځو ته  ورکړي،هېڅ څوک یې ترې نه شي اخېستلی.

دغې ناستې ته به د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنیه محمد، د ښځو چارو اجرائیوي مشره یې او د بشري حقونو څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مرستیاله هېدربار ویناوې وکړي.

د ښځو حقونو ته نه پاملرنه، د نجونو د ښوونځیو پیل ځنډ او د کار حق یې هغه څه دي،چې ظاهرآ یې نړیوال د افغانستان د اوسني نظام پر رسمیت نه پیژندنې اصلي لامونو په توګه وړاندې کوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist