Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: بهرنیو هېوادونو کې د پخوانیو چارواکو او سیاسیونو له لوري د خوځښتونو جوړول پایله نه ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/16

د افغانستان مخکېني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پر مشرۍ په لندن کې د سولې او عدالت ملي خوځښت خپل موجودیت اعلان کړ.

دغه خوځښت کې د مخکېني حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزی هم غړیتوب لري .

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،هغه خوځښتونه چې له پخوانیو چارواکو په بهر کې جوړیږي،تر شا یې د غربي نړۍ استخباراتي کړۍ لاس لري او کابل ته ښیي،چې دوی دغسې افراد په لاس کې لري .

دوی وايي،دغه ډول ډلو او ټپلو رامنځ ته کول پایله نه ورکوي. 

د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي وايي:« په لندن کې د سولې او عدالت  ملي خوځښت په نوم د پخوانیو سیاسیونو او حنیف اتمر تر مشرۍ لاندې دا  خوځښتونه او که د احمد مسعود او محب ترمنځ خبرې دي، دا غربي نړۍ د هغو استخباراتي خوځښتونو یوه لړۍ ده،چې  د طالبانو مقابل کې یې لري او ورته وښیي،چې موږ داسې افراد لرو. خو دا خوځښتونه پایله نه ورکوي.»

ځینې نور بیا وايي،دا لومړی ځل نه دی،چې پخواني چارواکي او سیاسیون په بهر کې سیاسي ډلې جوړوي،دغه ډول خوځښتونه هېڅ ډول مثبته پایله نه لري او په اوسني خوځښت کې راټولې شوې څیرې ازمایل شوي دي. 

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« د پخواني نظام یو شمیر څېرو په بهرنیو هېوادونو کې بېلابېلې ډلې ټپلې جوړې کړې دي او سیاسي انقلابي نومونه یې هم ورکړي.» 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار بیا وايي، ټولې هغه ډلې،چې په بهر کې جوړیږي او پردۍ موخې تعقیبوي، د افغانستان د ملي ګټو پرخلاف دي او اوس چې کومې څېرې سره راټوليږي، دوی په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان لپاره څه کړي. 

مختار زیاته کړه:« هره هغه ډله،چې د پردیو  اهدافو لپاره له  افغانستانه بهر جوړيږي او کاذبه سناریو منځ  ته راوړي،هغه د افغانستان د ملي منافعو پر ګټه نه دي او دغه ډله چې د اتمر له لوري جوړه شوې، دافغانستان د ملي منافعو پر ګټه نه ده. دوی دې یو ځل خپل تیر تاریخ ته مراجعه وکړي،چې دوی په ۲۰ کلونو کې د افغانستان ملي یووالي او سولې لپاره څه کړي، بیا دې دغسې خوځښتونه په بهر کې جوړ کړي.» 

له دې وړاندې هم د مقاومت شورا په نوم بله ډله هم په مجازۍ نړۍ کې رامنځ ته شوې وه،چې عبدالرشید دوستم،عطامحمد نور، صلاح الدین رباني،احمد مسعود او یو شمیر نور یې هم غړیتوب لري،چې  افغانستان یې پریښی دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist