د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن،چې تازه له افغانستانه اروپا ته تللی ویلي، د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره تعامل غوره بولي،خو حکومت یې په رسمیت ځکه نه پیژني،چې غواړي د افغانستان اوسني حکومت ځينې شرایط چې د نړیوالې ټولنې له خوا ورته وړاندې شوي پوره کړي.
نیکلاسن ویلي، له ښوونځیو د نجونو راګرځول،دندو ته د ښځو نه پرېښودل او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه او ځینې نور مسایل د اروپايي ټولنې لپاره جدي اندیښنې دي.
هغه زیاته کړه:« له ښوونځیو د نجونو راګرځول، ښځې دندو ته نه پرېښودل او د بیان ازادۍ نشتون د اروپايي ټولنې لپاره جدي اندېښنې دي. یو ټولشموله سیاسي بهیر په افغانستان کې د دوامداره ثبات او د اوسني نظام پررسمیت پېژندنې لپاره اړین دي. اروپايي ټولنه له سرپرست حکومت سره تعامل غوره بولي،خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني او غواړي چې دا حکومت ځينې شرطونه پوره کړي.»
خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا په دې اند دي،چې له نړۍ سره د تعامل لپاره لاهم فرصت له لاسه نه دی وتلی.
دوی وايي،د اروپايي ټولنې دغه څرګندونې په دې مانا دي،که د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت وړاندې شوي شرایط پوره کړي، نو د رسمیت پیژندنې مسله به هم حل شي.
دوی ټینګار لري،چې افغان چارواکي نباید دغه فرصتونه له لاسه ورکړي او افغانستان دې له نړیوالې اقتصادي انزوا وژغوري.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« دا په خپل ذات کې علاقه او شین چراغ ښودل دي،طالبانو ته، په دې مانا چې طالبانو ته وايي فرصت لاهم شته دی،چې موږ تاسو سره تعامل وکړو. په دې مانا که طالبان شرایط پوري کړي، نو رسمیت پیژندنې ته به لار هواره شي او طالبانو ته پکار ده،چې له دې فرصته استفاده وکړي او افغانستان له انزوا او افغانان له اقتصادي ناوړه وضعیت خلاص کړي.»
ځینې بیا په دې باور دي،چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان یو مشروع او نړۍ ته منل شوي دولت ته اړتیا لري،خو د اروپايي ټولنې او هغو هېوادونو چې په تیرو ۲۰ کلونو کې افغانستان کې جنګیدلي دي،مسوولیت دی،چې افغانانو سره د داسې یوه حکومت جوړښت کې همکاري وکړي،چې له هر لحاظه به پر خپلو پښو ولاړ وي.
سیاسي فعال کمال ناصر اصولي وايي:« د دولت مشروعیت ته ضرورت لیدل کیږي،هم کورني او هم نړیوالو مشروعیت ته. د اروپايي ټولنې په شمول باندې ټول هغه هېوادونه،چې په تیرو ۲۰ کلونو کې دلته راغلي ول او جنګونه یې کول،مسوولیت لري،چې افغانان یوازې پرېنږدي او د افغانانو لپاره د داسې یوه دولت جوړښت کې همکاري وکړي،چې هغه په اقتصادي لحاظ پر خپلو پښو ولاړ وي او د افغانستان اوسني وضیعت سره سم وي، سرپرست حکومت بیا مسوولیت لري،چې کورني مشروعیت ته، لویې جرګې ته او قانون جوړښت ته زمینه سازي وکړي.»