د سویلي اسیا لپاره د امریکا امنیت شورا پخوانۍ مشرې لیزا کرټس له امریکا غږ سه منلې،چې امریکا د پاکستان له هوايي حریمه په استفادې افغانستان کې بریدونه ترسره کوي او په دغو بریدونو کې یې د پاکستان مرسته مهمه بللې ده
کرټس زیاته کړه:« په افغانستان کې د ترهګرۍ د څار لپاره امریکايي بې پيلوټه الوتکې په پرلپسې ډول د پاکستان له حریمهه تېرېږي. دا هغه څه دي،چې د امریکا لپاره مهم دي، په ځانګړي توګه پر ایمن الظواهري عملیاتو کې د پاکستان دا مرسته مهمه وه او په ورته چارو کې پاکستان امریکا ته اجازه ورکوي.»
د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، امریکا بیا په افغانستان کې د مخامخ مداخلې تابیا نه لري او د خپل پخواني ملګري هېواد پاکستان سره پر ګډه سیمه کې د ترهګرۍ په نوم د یوې بلې لوبې د پیل پلان لري، چې ګټه به یې یوازې پاکستان او تاوان به یې افغانستان ګالي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« په پاکستان کې واک پوځ او آی.ایس.آی سره دی. دا چې د پوځ مشر یې امریکا ته تللی دی، دا دوی ( پاکستان) غوښتنه نه ده، البته دا امریکا غوښتی دی،چې پلان ورکړي،ځکه هغوی( امریکا) غواړي، چې پر طالبانو فشار راوړي، ترڅو د دوحې تړون بشپړ کړي. دا ځل امریکا د ۲۰۰۱ زېږدیز کال په شان پر افغانستان برید نه شي کولی. نه چین او روسیه اجازه ورکوي او نه هم امنیت شورا. د پاکستان له لارې کېدای شي،چې افغانستان کې ځینې مسایل ترسره کړي، ان پوځي لاسوهنې ترسره کړي.»
امریکايي چارواکو ویلي،پاکستاني چارواکو سره یې وروستۍ لیدنې د ګدو پوځي همکاریو ارزونو په موخه کړي او له پاکستان سره یې د پوځي مرستو ژمنه نه ده کړې.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکي په دې اند دي، چې پر کور دننه د قاطع دریځ او له ترهګرۍ سره په کلکې مبارزې کولای شو،له افغانستانه د بهرنیو استخباراتو لاس لنډ او فرصت ورنه کړو،چې افغانستان کې د یوې بلې لوبې چې قربانیان به یې بیا افغانان وي،پيل کړي.
کابل کې د ایمن الظواهري د وژلو له ادعاء وروسته د سرپرست حکومت چارواکو په پاکستان توندې نیوکې وکړې، چې امریکايي الوتکو ته یې د افغانستان پرضد خپل هواييحریم واک کې ورکړی او په دې سره پيسې ترلاسه کوي.
وړاندې له دې په نړیوالو سټېجونو پاکستاني چارواکو تور پورې کړی وه،چې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري،هغه څه چې افغان حکومت ورته توند غبرګون وښود او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه څرګندونې بې بنیاده او غیر مسوولانه وبلل شوې. له سیمې باخبره څېرې وايي، امریکا د یوې بلې لوبې لپاره پاکستان کرايي کړی دی،چې دغه لوبه کې پاکستان هم خوندي نه شي پاتې کیدای.