Skip to content
د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې( سیګار) تازه د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د تېرې ربعې راپور خپور کړی دی، چې په کې یې د افغانستان امنیتي او سیاسي وضعیت په ګډون پر بشري او اقتصادي وضعیت هم خبرې کړي دي.
سیګار په دغه درې میاشتني راپور کې چې کانګرس ته وړاندې شوي ویلي، د تېر افغان پوځ محدود شمېر غړي د اسلامي امارت ضد وسله والو ډلو لکه داعش، د مقاومت او افغانستان د آزادۍ په نوم له ډلو سره یو ځای شوي دي.
د راپور یوه برخه:« په تېرو درې میاشتو کې د تېر افغان پوځ محدود شمېر غړي له داعش او مقاومت نومې ډلو سره او ډېر محدود شمېر یې د افغانستان آزادۍ په نوم ډلې سره یو ځای شوي دي. تر اوسه پورې مالومات نشته دي،چې د مخکېني پوځ غړي په تېرو درې میاشتو کې نورو هېوادونو ته تښتیدلي او که نه؟»
وال سټریټ ژورنال د تېر کال په نوامبر کې هم ویلي ول،چې د مخکېني افغان پوځ غړي د اسلاميامارت ضد وسله وال ډلو سره یو ځای کیږي،خو سیګار یې اوس شمېر محدود ښیي.
د سیګار په راپور کې ویلي شوي، که څه هم اسلامي امارت تر دې دمه دهېڅ هېواد له لورې پر رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو له هېوادونو په ځانګړې توګه له سیمه ییزو دولتونو سره د اړیکو پر غښتلتیا بوخت دی.
د راپور یوه برخه:«د ملګرو ملتونو د مالوماتو پر بنسټ، طالبانو په تېرو درې میاشتو کې د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو تعامل چټک کړی دی. که څه هم هېڅ هېواد طالبان پر رسمیت نه دي پیژندلي،خو ځینو یې خپلو هېوادونو کې ډیپلوماتان منلي دي.»
په دغه تفصیلي راپور کې په تېرو درې میاشتو کې د اسلامي امارت هغو اقداماتو ته هم اشاره شوې،چې موخه یې ولایتونو کې د سیمه ییزو ادارو غښتلتیا یادیږي.
راپور کې ویل شوي،د ولایتي شوراګانو پرځای د علماوو شوراګانې جوړې شوي،چې د ارشاد،حج او اوقافو وزارت یې مسوولیت لري.
د راپور یوه برخه:«ملګري ملتونه وایي،طالبانو د دولتي ادارو د بېرته فعالولو او غښتلي کولو په موخه پخواني مشران له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل کسان ګومارلي دي، تر څو کورنۍ ناندرۍ حل کړي. د ولایتي شوراګانو پر ځای د علماوو شوراګانې جوړې شوي،ترڅو د ولایتي ادارو پر فعالیتونو څار وکړي.»
سیګار ته په دغه راپور کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي،که څه هم د اسلامي امارت رسمیت پیژندنې برخه کې د دوی لخوا هیڅ پرمختګ نه دی شوی،خو پر ګڼو مسایلو یې له طالب مشرانو سره خبرې شوي دي.
د امریکا اتباعو خوندیتوب، ټولشموله حکومت،بشري او اقتصادي وضعیت،د ترهګرۍ ضد مبارزه، د بهرنیو اتباعو او افغانانو خوندي وتل او د بشر حقونو خوندیتوب هغه موارد دي، چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د ۲۰۲۲ کال په دې ربع کې پرې خبرې شوي دي.