د افغانستان د وضعیت په تړاو په عراق کې جوړې شوې ناستې ته د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور، د وحدت ګوند پخوانی مشر محمد محقق او د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق هم وربلل شوي ول.
دوی دغې ناستې ته په خبرو کې وویل، نړۍ باید د افغانستان پر اوسنی حکومت د تعامل پرځای فشار راولي .
محقق وايي، نړۍ نه باید د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت وپیژني او سیاسي او اقتصادي فشار ترڅنګ دې پوځي فشار هم پرې راولي،ترڅو ټول شموله حکومت ته غاړه کیږدي.
محقق زیاته کړه:« لکه څنګه چې یې په رسمیت نه دي پیژندلي باید وې نه پیژني او سیاسي ، اقتصادي او نظامي فشار دې پرې راولي،. چې یا سقوط شي او یاهم دې ته حاضر شي،چې له نورو اقوامو او مذاهبو سره کیني،ترڅو ټول شموله او یاهم پراخ بنسټه حکومت تشکیل کړي.»
د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور بیا وايي،د دوی حکومت پرمهال یوازې په یو ولایت کې د ګوتو په شمیر داعش جنګیالي فعال ول، خو اوس د دغو جنګیالیو شمیر په ټول افغانستان کې څلور زرو ته رسیدلی دی او اسلامي نړۍ او نړیوال باید د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره سره منسجم شي او پر وخت دې اقدام وکړي.
نور زیاته کړه:« زموږ د جمهوریت پرمهال په یو ولایت کې د ګوتو په شمیر داعش موجود و او فعلآ په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمیر څلور زره کسان دي. د دوی پر وړاندې باید د مبارزې لپاره نړیوال او اسلامي هېوادونو یووالی رامنځ ته شي.»
خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، دغه څیرې واک کې د شریکېدو خوبونه یو ځل بیا ګوري او دا هغه کسان دي،چې د افغانستان خلکو کې ځای نه لري او نه یې نظر ورته د منلو دی.