چین، ایران او د مرکزي اسیا ځینې هېوادونه اندیښنه لري،چې ګواکې په افغانستان کې ترهګرې ډلې وده کوي او د دوی امنیت ته به ګواښ پیښ شي.
دغه راز پاکستان یوځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو پر فعالیت خبرې کړي او زیاته کړې یې ده، چې دغه ډلې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ د نړۍ امنیت ګواښي.
خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي،چین او د مرکزي اسیا هوادونه له غرب اندیښنه لري،چې ګنې ترهګرې ډلې افغانستان ته راولي او بیا یې نورو سیمو ته استوي،چې د دوی امنیت به هم وګواښي.
دوی وايي،پاکستان هڅه کوي،چې د نړۍ پام له ځانه واړوي او افغانستان د ترهګرۍ مرکز معرفي کړي،چې په دې کار سره به د امریکا او لویدیځو هېوادونو هغه ادعا په حقیقت په بدله کړي،چې د دوی په باور کابل لاهم له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې نه دې پرې کړي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« چین،ایران او د مرکزي اسیا هېوادونه له غرب اندیښنه لري،چې ځینې ترهګرۍ ډلې لکه القاعده او نورې ډلې افغانستان ته راولي،له دې ځایه یې نورو سیمو ته لیږي. پاکستان د دې لپاره چې د خپل بام واوره پر افغانستان واچوي ځان سپینوي،چې په هېواد کې یې تروریستان او روزنیز مرکزونه نشته او په افغانستان کې دي. د غرب هغې ادعا د اثبات لپاره کار کوي،چې ګواکې طالبان بدنام کړي،چې له ترهګرو سره یې خپلې اړیکې نه دي پرې کړي. طالبانو ته پکار ده، که چیرې ترهګرې ډلې په افغانستان کې وي،نو نړۍ ته دې ځواب ورکړي،په حیثیت د یوه حاکم او که چیرې نه وي دا دې عملآ ثابت کړي.»
د مخکېني حکومت د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي، دا تیر ۵۰ کلن تاریخ ثابته کړې،چې اسلام اباد کابل کې قوي حکومت نه غواړي او اوس یې هم هڅې روانې کړي،چې افغانستان پر نړیواله کچه منزوي کړي او د افغانسان اوسني حکومت ته لانجې پیدا کړي.
اصولي زیاته کړه:«له تیرو ۲۴ کلونو راهیسې پاکستان په افغانستان کې د قوي حکومت مخالف دی او نه یې غواړي او اوسنی حالت یې هم داسې ښکاري،چې دوی غواړي افغانستان منزوي کړي او افغان سرپرست دولت ته جنجالونه جوړ کړي.»
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی بیا واايي، دا چې پاکستان هڅې کوي،چې خپلې جوړې کړې ترهګرې ډلې پر افغانستان ور وتپي،نو د افغانستان حکومت ته په کار ده،چې نړیوالو او ملګرو ملتونو ته ترې رسمي شکایت وکړي.
هغه زیاته کړه:« د تروریزم مسله کې پاکستان په افغانستان نیوکې کوي،چې هلته د ټي ټي پي تروریستي ډله شتون لري، دا دبهرنیو چارو وزارت مسولیت دی،نړیوالو او ملګرو ملتونو ته دې رسمآ خپل شکایت ولیږي،ځکه اوس نړیوال په دې پوهیږي،چې د تروریستانو د روزنې ځای پاکستان دی نه افغانستان.»
اسلامي امارت بیا په وار وار ټېنګار کړی دی،چې افغانستان کې هېڅ ترهګر ډله نشته او نه هم چاته اجازه ورکوي،چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پیښ کړي.