Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن بزګران د مرستو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/02

په پکتیا ولایت کې روان کال سېلابونو که له یوې خوا سلګونه کورونه ونړول او خلک یې کډو کولو ته اړ کړل، له بل لوري یې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه هم تخریب کړل.

د ګردیز یو شمېر اوسېدونکي وايي، سېلابونو یې فصلونه او کرنیزې ځمکې وړي دي او تر اوسه پورې ورسره کومه مرسته نه ده شوې.

د ګردیز یو تن اوسېدونکی خیال وايي:«خلکو کچالو، لوبیا،غنم، جوار او شولې کرلې وې، دا ټول خراب شول.  داسې سېلابونه او توپانونه راغلل،چې ان کورونه یې هم ونړول.»

بزګران وایي،وروستیو سېلابونو یې د سږ کال فصلونه تخریب کړي او د لومړنیو توکو مرستې او د کرنیزو ځمکو او باغونو جوړیدو ته اړتیا لري.

دوی وایي، تر اوسه ورسره کومه مرسته نه ده شوې او له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي،چې د کرنې برخه کې ورسره مرستې وکړي.

یو تن بزګر وايي:« پکتیا کې ډېری کرنیزې ځمکې ټولې سېلابونو خرابې کړي دي.»

یو بل بزګر بیا وايي:« له خلکو سره باید موسسې مرسته وکړي، لومړی دې د بزګرو ځمکې وکوري او بیا دې ورسره مرستې وکړي. موږ غواړو،چې مرستې راسره وشي.»

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مرستیال احسان الله وایي، د مرستندویه بنسټونو په مرسته یې یو شمیر ولسوالیو کې سروې پیل کړې او نږدې راتلونکي کې به له زیانمنو شویو بزګرانو سره مرسته وشي.

هغه زیاته کړه:«له موږ سره شااخوا ۸ موسسې دي،چې همغږې دي او راسره کار کوي. د اقتصاد ریاست له لوري، چې دوی ( بزګران) معرفي کېږي، ورسره مرسته مو کړې. اوس مهال هم په اوو ولسوالیو کې  سروې شروع ده.»

د کرنې او مالدارۍ ریاست مالومات ښیي،چې روان کال پرلپسې ورښتونو او سېلابونو شااوخوا ۱۸ زره جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه تخریب او ۲۰۰۰ څاروي یې وړي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist