د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکېني حکومت له دایمي استازي نصیر احمد فایق وروسته ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي مرستیالې زهرا ارشادي هم افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
ارشادي امنیت شورا کې د خبر پر مهال ویلي،د اسلامي امارت مسوولیت دی،چې دا ډاډ ورکړي،چې افغانستان به د ترهګرو پر پټن ځای نه بدلیږي.
ارشادي زیاته کړې:« د افغانستان حکومت باید د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن پاتې شي او د دې ډاډ ورکړي،چې افغانستان کې میشت سفارتونه او کونسلګرۍ او د هغوی پرسونل له بریدونو خوندي پاتې کیږي. افغانستان باید یو ځل بیا د داعش او القاعده ډلو په څېر د ترهګرو پر پټن ځای بدل نه شي.»
زهرا ارشادي د اسلامي امارت د اوسني حکومت پر چوکاټ نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې یوازې ټول شموله حکومت کولی شي، د ټولو افغانانو حقونه تامین کړي.
دغه راز ارشادي ټینګار کړی دی،چې پر افغانستان لګیدلي بندیزونه دې یوازې د اشخاصو او حکومتي چارواکو تر بریده وي او پر عامو افغانانو باید اغیز ونه کړي.
د ارشادي په خبره، د افغانستان کنګل شوې پانګه دې نه سیاسي کيږي او له شرط پرته دې آزاده شي.
هغه زیاتوي:« د افغانستان کنګل شوې پانګه باید سیاسي نه شي او له کم شرط پرته آزاده شي. بشري مرستې په اوس کې د افغانستان لپاره اړینې دي،خو دا د ستونزې دایمي حل نه دی او اړتیا ده،چې د دوامداره اقتصادي ودې لپاره کار وشي.»
افغانستان کې د ترهګرو پر حضور او پر وړاندې یې د مبارزې بحث داسې وخت د سیمې هېوادونو له لوري راپورته کیږي،چې اسلامي امارت په کراتو ویلي،چې د دوحې هوکړې ته ژمن دي او چاته به اجازه ورنه کړي،چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.