Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کابل کې پر ښوونیز مرکز برید پر کوردننه او بهر غندل شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/01

 د  کابل په لویدیځ کې د کاج په نوم ښوونیز مرکز  پرونی ځانمرګی برید،چې لږ تر لږه ۱۹ کسان په کې وژل شوي او۲۷  نور ټپیان دي، په هېواد کې دننه او بهر غندل شوی دی.

ملګرو ملتونو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د ملګروملتونو ټوله کورنۍ د دغه ډول برید غندنه په کلکو ټکو کوي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې:« افغانستان کې د بد امنیتي وضعیت پر دوام، کابل کې بیا چاودنه وشوه. په هزاره میشته سیمه کې په دغه برید کې ګڼ شمیر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملګروملتونو کورنۍ د دغه برید غندنه کوي او د ژورې خواشینۍ مراتب وړاندې کوي.»

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدفیرې کرن ډېګر پر ښوونیز مرکز او په زده کړو د بوختو زدکوونکو نښه کول ډېر شرمناک عمل وباله.

ډېکر زیاته کړې:«امریکا د کاج د لوړو زده کړو پر تعلیمي مرکز برید په کلکه غندي. له زده کوونکو ډک ټولګي په نښه کول چې په ازموینو بوخت ول، یو شرمناک عمل دی. ټول زده کوونکي باید په آرامه فضاء کې له ویرې پرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. موږ په دې پېښه کې ټپيانو ته د عاجلې روغتيا او له هغو کسانو سره خپله خواخوږي څرګندوو،چې د خپلې کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي.» 

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی  ریچارډ بېنېټ بیا وايي، زدکوونکو راتلونکې کې د خپلو هېلو پوره کول غوښتل،چې هرڅه یې له منځه یوړل شول.

هغه زیاته کړه:«زه پر زدکوونکو دغه برید په کلکو ټکو غندم. دغه برید ماته د ۲۰۱۸ کال برید را یاد کړ،چې په همدغه سیمه کې شوی وه. دغه زده کوونکي کاج ښوونیز مرکز ته د دې لپاره راغلي ول،چې  د خپلې روښانه راتلونکې رسیدلو لپاره هلې ځلې وکړي. دا برید د خطر زنګ دی،چې د نړیوالو جرمونو د مخنیوي مسوولیت د افغانستان راتلونکې ته ورګرځي.» 

 کابل کې د ایران او پاکستان سفارتونو هم د دغه برید غندنه کړې او د پیښې له قربانیانو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي  هم د دغه برید سخته غندنه کړې او دا ډول بریدونه یې له ټولو انساني او اسلامي اصولو ارزښتونو خلاف بللی. 

کرزي زیاته کړې:« دغه برید په شدید ډول غندم. دا ډول عمل د ټولو انساني او  اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف دي. د بشر ضد دا جنایت د هېواد له پرمختګ سره د دښمن د ښکاره دسیسې ښکارندويي کوي او دا بریدونه د دې ثبوت دي،چې دښمن زموږ د ځوانانو له روښانه راتلونکې ډاریږي.»  

د مخکېني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله  دا ډول برید د سولې او پرمختګ د دښمنانو عمل بللی دی. 

هغه زیاته کړې:« زه د کابل په دشت برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز ترهګریز برید پر کلکو ټکو غندم. زه د برید له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي او خواشیني څرګندوم. دا کار یوازې د هغوی دی،چې د سولې او پرمختګ مخه نیول غواړي.» 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د برید د غندنې ترڅنګ د عاملینو د نیولو او مجازت پوره ډاډ ورکړی دی.

مجاهد زیاته کړې:« د افغانستان اسلامي امارت د کابل په ۱۳ مه حوزه کې په یوه ښوونیز مرکز (کاج) برید یو لوی وحشت بولي او پر کلکو ټکو يې غندي. د دې پيښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او د عاملینو په پيدا کولو او مجازات کولو کې به، په جدیت سره اقدامات ترسره شي.» 

اخوا یونیسف هم د دغه برید غندنه کړې او پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي،چې د زدکړو پر وړاندې دا ډول تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.

دا لومړی ځل نه دی،چې کابل کې د شعیه مذهبو مرکزونه او غونډې په نښه کیږي، دغه لړۍ له تېر حکومت راهیسې دوام لري او د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته هم دا څوم ځل دی،چې دا ډول بریدونه کیږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist