Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
منیر اکرم: افغانستان کې باید د ترهګرو پیاوړتیا مخه ونیول شي 

منیر اکرم: افغانستان کې باید د ترهګرو پیاوړتیا مخه ونیول شي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/29

 د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وروسته، دا ځل په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد استازي منیر اکرم هم په نړیوال سټیج افغان خاوره کې د ترهګرو له زیاتېدو وېره څرګنده کړې.

اکرم ویلي،افغانستان کې وروستي بریدونو ته په کتو باید افغانستان کې د داعش او نورو ډلو له زیاتېدونکو تحرکاتو مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړې:« د پاکستان لپاره تر ټولو ستره اندېښنه دا ده،چې ترهګري له افغانستانه سرچینه اخلي او له هغه ځایه بریدونه ترسره کیږي. افغانستان کې وروستۍ هدفي وژنې او د روسیې سفارت مخې ته چاودنې د اندېښنې وړ دي. که موږ د افغانستان خلکو او حکومت لپاره اوږد مهالې اقتصادي حل لار وړاندې نه کړو، د دې احتمال شته دی،چې د داعش په څېر د طالبانو ضد  وسله وال خوځښتونه هلته لا غښتلي شي.» 

د سیاسي چارو شنونکي وايي،له لسیزو راهیسې پاکستان د ترهګرو پټن ځای بلل کېده او په نړیوال سټیجونو کې هم د ترهګرو پټ ځای دغه هېواد بلل کېده. 

دوی وايي،د پاکستاني چارواکو پرلپسې وروستۍ څرګندونې په افغانستان او سیمه کې د امریکا او غرب د یوې بلې جګړې پیل ته لابې  ده او پاکستان د بل په شر کې خپل خیر لټوي.

د سیاسي چارو شنونی نجیب الله جامع وايي:« د پنجابي چارواکو وروستۍ افغان دښمنه څرګندونې په لویه کې پر افغانستان د یوه نوي تجارت پيل دی،دا چې پاکستان پر ترهګرۍ بدنام دی، د ترهګرۍ د روزنې مرکز وه، ۱۹۸۰، ۱۹۹۰ او ۲۰۰۱ کال کې د امریکا او غرب ګټو او اهدافو لپاره کرایه شوی وه. اوس پاکستان بیا هڅه کوي،چې د غرب اهدافو لپاره ځان کرایه کړی دی.» 

پاکستان کې مالي بحران، د بلوچ بېلتونپالو او تحریک طالبانو زیاتېدونکي بریدونو پاکستان ورخطاء کړی دی. 

د پوځي چارو شنونکی ډګروال کامران امان په دې اند دی،چې پاکستان په دې څرګندونو غواړي، افغانستان بدنام او له دې لارې امریکا ته نور هم ځان نژدې کړي،تر څو د مالي امکاناتو په ترلاسه کولو خپل ځان له اقتصادي سقوط وژغوري.

هغه زیاته کړه:« دا ټول ګاونډیان د پاکستان له لاسه ځورېدلي دي او لاهم ځورېږي او تل دې درې واړو هېوادونو  خپله  پر پاکستان نیوکې کړي دي. ان که په پخواني تاریخونو کې هم که وګورئ، پر دوی ( پاکستان) باندې په ملګرو ملتونو کې ثبتونه شته دي. نن چې دوی( پاکستان) دا کار کوي، دوی خپلې موخې لري، اقتصادي ستونزې لري او  غواړي امریکا ته ځان نږدې کړي او امریکا بیا د پاکستان له کړکۍ افغانستان کې خپل لاسرسی ولري.» 

وړاندې له دې د ملګرو ملتونو په ۷۷مه غونډه کې دوه پاکستاني چارواکو هم افغانستان کې د ترهګرۍ وېره څرګنده کړې وه،چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو افغانانو توند غبرګونونه یې را وپارول. 

دغو څرګندونو ته د پاکستان طالبانو تحریک هم غبرګون وښود او دغه څرګندونې چې ګواکې دوی له افغان خاورې نه بریدونه کوي، بې اساسه وبلل او د پاکستان پوځ یې ترهګر وباله.

د سیمې له حالاتو باخبره څېرې د ترهګرو پټن ځای پاکستان یادوي او د پاکستان خاوره د افغانستان او سیمې لپاره د ترهګریزو کړنو خوندي ځای یادوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist