حماس وایي، مرستندویه بنسټونه دې په دغه ولایت کې د زلزله ځپلو تر څنګ سېلاب ځپلو کورنیو سره هم د خوراکي توکو او سرپناوو برابرولو برخه کې مرستې وکړي.
هغه زیاته کړه:« لکه څرنګه، چې په دغو ولسوالیو کې دوی ( مرستندویه بنسټونو) دا هڅه روانه کړې،چې زلزله ځپلو خلکو ته کورونه جوړوي، همداشان دغه خلک ( سېلاب ځپلي) هم حق لري، چې دوی ته هم کورونه جوړ شي،ترڅو ورته یوه سرپناه پیدا شي.»
یو شمیر سېلاب ځپلې کورنۍ له اسلامي امارته او هم له مرستندویه بنسټونو د بیړنۍ مرستې غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې دوی وايي،شوې مرستې کمې دي او د سېلاب ځپلو کورنیو شمېر زیات دی.
د پکتیکا یو تن اوسېدونکی وايي:« سېلابونو ماته خپله هم زیان رسولی دی، خو نورو کلیوالو ته یې ډېر زیانونه رسولي دي. مرستې کېږي، خو خلک زیات دي او بسنه نه کوي.»
په دې وروستیو کې د سېلابونو تر څنګ د پکتیکا، ګیان،برمل او زیړوک ولسوالۍ زلزلې سختې وځپلې او د څو میاشتو په تیریدو سره لا هم خلکو ته په بشپړ ډول خوراکي توکي او سرپنا نه ده برابره شوې.