Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېنېټ: کندهار کې دې د ډله ییز قبر په اړه هر اړخېزې څېړنې وشي 

بېنېټ: کندهار کې دې د ډله ییز قبر په اړه هر اړخېزې څېړنې وشي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/27

په خواله رسنیو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي،چې  د کندهار ناوې بند سیمه کې له  ډله ییز قبره د انسانانو د بدن برخې راېستل کېږي.

د دې ویډیوګانو له خپرېدو وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د یاد ډله ییز قبر په اړه د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې.

هغه زیاته کړې:« کورنیو اړتیاوو ته باید حساس شو، مهمه ده،چې د مړو دا پاتې شونې له دې زیات خراب نه شي او عدلي طب په دې تړاو خپلې پلټنې او څېړنې وکړي.»

د دې ترڅنګ  د بشري حقونو څار سازمان د اسیا برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن بیا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،د ډله ییز قبر پاتي شوي باید وساتل شي، ترڅو له څېړنې وروسته مالومه شي، چې دا  وژنې چا، کله او ولې کړي؟

ګاسمن زیاته کړې:«ډاډ باید ترلاسه شي،چې دا پېښه بیا د غچ اخیستلو په موخه د وژنو لامل نه شي، مسوولین باید له  ملګرو ملتونو او نورو ادارو سره همکاري وکړي، تر څو یقیني شي، چې ساحه ډاډمنه ده، او مالومه شي، چې څه پېښ شوي؟ وژل شوي څوک دي؟  د خپلوانو او کورنیو اندېښنو ته باید پوره درناوی وشي.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا وايي، د دوی لومړنیو مالوماتو له مخې،دغه قبرونه کلونه وړاندې کیندل شوي او ښايي د تېر ادارې  له لورې دا کار شوی وي.

کریمي زیاتوي:« فکر کوم، د سپین بلدک ولسوالۍ کې خلکو د اوبو یو بند جوړوه،چې هلته یو قبر موندل شوی دی،چې جسدونه په کې ول. دا پېښه دلته شااوخوا ۸ یا ۹ کاله وړاندې رامنځته شوې، د تېرې ادارې تر حاکمیت لاندې دا پېښه رامنځته شوې. هلته اوس څېړنې روانې دي او وروسته به جوته شي،چې دا وحشت چا کړی؟ څنګه شوی؟ او چا کړی؟»

وړاندې هم کندهار کې هم د وژنو راپورونه ورکول شوي ول،خو دا لومړی ځل دی،چې په دوو جلا سیمو کې ډله ‌ییز قبرونه موندل کیږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist