Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان ومنله چې ملا برادر او ملا صمد یې خوشې کړي

کارپوهان: پاکستان هېڅ کله هم د افغانستان دوست نه شي کېدی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/27

د ګاونډي هېواد پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په ۷۷ یمې عمومي اسمبلۍ کې تور پورې کړ،چې د پاکستاني طالبانو تحریک په شمول القاعده او د نړۍ ډېری ترهګرۍ ډلې  په افغانستان کې پټن ځایونه لري او فعالې دي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي،د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دا څرګندونې چې په نړیوال سټیج کې یې پر افغانستان د ترهګرۍ تور پورې کړی دی،د دښمنۍ وروستی حد دی او باید پر وړاندې یې جدي اقدام وشي.

دوی وايي، د افغانستان اوسني حاکمان دې د شریف له دغو څرګندونو درس واخلي او دا دې درک کړي،چې هېڅ کله هم پاکستان د افغانستان دوست نه شي کیدای او هغه څه چې کوي،د خپلو ګټو لپاره یې کوي.

د سیاسي چارو شنونی عزیز معارج وايي:« د پاکستان لومړي وزیر چې په نړیوال ستیج کې کومې څرګندونې د افغانستان په تړاو درلودې،دا  د دښمنۍ وروستی حد دی او اوس باید چارواکي په دې پوه شي او له دې د عبرت درس واخلي،چې پاکستان هېڅ کله زموږ دوست نه شي کیدای او نه دې هم ځان د پاکستان احسان مند ګڼي.»

د مخکېنۍ ولسې جرګې غړی هلمند هلمند بیا وايي، کابل دې د شریف تورونه په لازمه ډیپلوماتیکه ژبه ځواب کړي او نړۍ ته دې په دې تړاو خپل سپیناوی وکړي او  د ترهګرو  پټن ځایونو په تړاو دې واقیعتونه ورته وړاندې کړي.

هلمند زیاته کړه:«د پاکستان لومړي وزیر اوسنۍ څرګندونې باید توندې ځواب شي. اوسنی نظام یې باید ځواب ورکړي او هغه څه چې واقیعت دی، نړۍ ته دې برملا کړي.»

کارپوهان وايي، د پاکستان له رامنځته کېدو تر دې دمه اسلام اباد تل پر کابل له شا ګذار کړی دی او خپله د ترهګرۍ ملاتړی  دی او ټولې نړۍ ته یې صادر کوونکی ستر هېواد دی.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:«پاکستان هغه هېواد دی،چې تل یې موږ له شانه په خنجر وهلي یو. پاکستان هغه هېواد دی،چې ټولې نړۍ ته یې تروریزم صادر کړی اوس راځي،د خپلې ترهګرۍ پړه پرافغانستان اچوي.»

تر دې مهاله کابل د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونو ته  جوت او د قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی،خو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په یوه ناسته کې دغې مسلې ته په اشارې وویلي،چې  د سیمې او نړۍ ځینې استخباراتي کړۍ غواړي، افغانستان نړۍ ته د ترهګرۍ مرکز معرفي کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist