Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر: اسلامي امارت دې افغانستان کې ترهګرو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/27

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۷۷ یمه ناسته،چې له تېرو څو ورځو راهیسې دوام لري، داسې مهال په کې د افغانستان په تړاو خبرې کیږي،چې یوه افغان استازي ته هم په کې د خبرو اجازه ور نه کړل شوه.

څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر تور پورې کړ،چې د پاکستان طالبانو تحریک په ګډون، القاعد، داعش او ګڼ شمیر ترهګرې ډلې افغانستان کې فعالیت لري،چې نړۍ ته ستر ګواښ کېدای شي.

د دې ترڅنګ قطر، ترکیې او ګڼو نورو هېوادونو هم  د افغانستان په اړه خپلې څرګندونې کړې دي.

تازه د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان له کابل سره د مرستو ملاتړ غوښتنه کړې او پر اسلامي امارت یې غږ کړی دی،چې افغانستان د ترهګرو پر پټنځای بدل نشي.

فرحان زیاته کړې:« موږ یو ځل بیا دا تکرار کوو،چې له افغانستان سره د مرستو رسولو ملاتړ دې وشي  او افغانستان باید د ترهګریزو عملیاتو مرکز یا پټن ځای نه شي.»

چین چې د نوي سرپرست حکومت له لومړۍ ورځې د حاکم نظام کلک ملاتړی دی او تل یې د لویدیځ د بندیزونو مخالفت کړی او لایې هم کوي، په یاده ناسته کې یې د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، افغانستان کې وضعیت مثبت لور ته روان دی او د یوه ټول ګډونه دولت غوښتنه یې کړې ده.

وانګ یي له نړیوالو غوښتي،چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، د افغانانو د ژوند د ښه والي او ترهګرۍ سره مبارزه کې کار وکړي او پر هغو هېوادونو يې هم سختې نیوکې کړې دي،چې پر کابل یې بندیزونه لګولې دي.

وانګ یي زیاته کړه:« افغانستان له ګډوډۍ  د نظم لور ته د یوه اساسي بدلون په حال کې دی. د ستونزو مهمه حل لاره دا ده،چې یو ټول ګډونه سیاسي جوړښت جوړ او منځلارې تګلاره غوره شي. هدف مو باید دا وي،چې اقتصادي پرمختګ بیا پیل شي، د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره کار وشي او له ترهګرۍ سره مبارزه وشي. د دې هر څه لپاره باید له دې هېواد سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړل شي. ځینو هېوادونو په خپله خوښه پر افغانستان یو اړخېزه بندیزونه لګولي، پراختیایي مرستې یې بندې کړي او د نورو هېوادونو شتمنۍ یې په غیر قانوني توګه کنګل کړې دي،چې دا هېڅ د منلو وړ نه دي او باید اصلاح شي.»

که څه هم اسلامي امارت د ځینو هېوادونو دغو وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو له وړاندې یې ویلې ول،چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم بل هېواد پر وړاندې نه کارول کیږي او هېڅ داسې فعاله ډله نشته  ده،چې د سیمې او نړی امنیت تهدید کړي. له ټولو ژمنو  سره سره  لا هم د نړیوالو اندېښنې پر ځای پاتې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist